د لاس رسي وړ اتصالات

صدراعظم اربن: د اروپایي اتحاد هر غړی باید د انفرادي پریکړو صلاحیت ولري


د یکشنبې په ورځ په هنګري کې د مهاجرینو منلو لپاره ریفرنډم وشو
د یکشنبې په ورځ په هنګري کې د مهاجرینو منلو لپاره ریفرنډم وشو

د هنګري صدراعظم ویکتور اربن نن یکشنبې وویل که چیرته ولس د هغه د حکومت د نیول شوي دریځ په پلوې رایه ورنکړه، هغه به استعفا ورکړي. د هنګري حکومت غواړي د اروپایي اتحاد لخوا د پناه غوښتونکو جبري سهمیه بدله کړي.

صدراعظم اربن دا خبره نن په همدې موضوع په هنګري کې د عمومي نظرپوښتنې یا ریفرنډم کې د رایي ورکولو وروسته وکړه. داسی اټکل شوی و چې نن به اته اعشاریه دری میلیون خلک د سهار شپږو نه تر ماښام اوه بجو پورې پدې ریفرنډم کې رایه ورکړي.

صدراعظم ویکتور اربن او میرمنې یي هم په ریفرنډم کې رایه ورکړه
صدراعظم ویکتور اربن او میرمنې یي هم په ریفرنډم کې رایه ورکړه

ددی ریفرنډم پوښتنه داده چې، آیا غواړئ د هنګري له اتباعو پرته، نور خلک په جبري توګه، حتی د پارلمان له موافقې پرته، په هنگري کې ځای پرځای شي؟

په رایګیري کې /نه/ ویل د حکومت د دریځ پلوي څرګندوي او داسی تمه کیږي چې شاید په لوی اکثریت رایه ورکوونکي د حکومت ملاتړ وکړي، خو شک پدې کې دی چې که پدې رایګیري کې ګډون کوونکي د حکومت د دریځ تطبیقولو لپاره، تر پنځوس فیصدو ډیره رایه جوړه کړي.

سره لدې چې دا ریفرنډم د اروپایي اتحاد لپاره کومه اړینه پایله نلري، خو صدراعظم اربن هیله من دی چې لدې لارې کیدی شي په بروکسل فشار زیات کړي.

هغه وایي راتلونکې اونۍ به د خبرو لپاره بروکسل ته لاړ شي او کوشش به وکړي چې که د شوې نظرپوښتنې د نتیجې پر أساس ورسره د هغو خلکو په نه منلو کې همکاري وکړي چې د هنګري ولس يي نه غواړي.

ښاغلی اربن چې غواړي د اروپایي اتحاد هر غړی هیواد د تصمیم نیونکو پریکړو په برخه کې انفرادي صلاحیت ولري، وایي پدې هیله دی که په نورو هیوادونو کې هم د مهاجرینو د سهمیې اخستو په اړه همداسی نظرپوښتنه وشي.

ددی ریفرنډم جلا، د صدراعظم اربن د حکومت پرضد د اروپایي اتحاد د عدالت غوښتنې په محکمه کې هم شکایت ثبت شوې ځکه د اروپایي اتحاد د ۲۰۱۵ کال پریکړې پراساس یي هغه ۱۶۰ زره پناه غوښتونکي ندي ځای پرځای کړي چې د یونان او ایټالیې نه يي انتقال کړي وو.

د احصایو جوتیږي چې د اتباعو جدي غوښتنه کیږي ترڅو د همدې ریفرنډم له لارې بروکسل ته داسی پیغام ولیږي چې د مهاجرینو سره د همکارۍ ترڅنګ په هنګري کې د تروریزم له ویرې زیاتیدو سره ملت پالنې هم زور آخستې.

کیدی شي اکثریت هنګریان د مهاجرینو د قبلولو پرضد رایه روکړي
کیدی شي اکثریت هنګریان د مهاجرینو د قبلولو پرضد رایه روکړي

د هنګري د برحاله حکومت سیاسي مخالفینو نن د رایه ورکوونکو غوښتل چې په ریفرنډم کې برخه وانخلي.

یوازی په ۲۰۱۵ کال کې نژدې ۴۰۰ زره مهاجرین د هنګري له لارې لویدیځې اروپا ته ننوتي.

هنګري تیرکال د پناه غوښتونکو اتیافیصده هغه عریضې رد کړې چې په هنګري يي کې پناه غوښتله. تراوسه هنګري ۵۰۸ مهاجرینو ته د قبلیدو پناه ورکړې ده، ۲۹۱۷ درخواستونه يي رد کړي دي او ۳۷ زره نورې عریضې لاهم تر ارزونې لاندې دي چې رد یا پناه به ورکړي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG