د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په ځینو سیمو کې راروان طوفان ته تیاری نیول شوی


د امریکا د ختیځې سیمې خلک هغه طوفان ته تیاری نیسې چې د هوا د حالاتو ادارې یې پیش بینې کړیده. ویل کېږي چې دا یو ډیر سخت او زورور طوفان دی چې سیمې ته د رارسیدو په حال کې دی.


دغه طوفان نن د اوقیانوس د سمندر لوري ته روان دی او توقع کیږي چې د شمال له لورې د ژمي دوه نور طوفانونه ورسره یو ځای شي چې د هوا د حالاتو د پیژندنې اداره یې ستر طوفان بولي او وايی چې پراختیا به یی یوزرو دوه سوه کیلو متره وي او شپیته ملیونه اوسیدونکو باندی به اثر وکړي.

د واشنگتن په شمول په لویو ښارونو کې لکه بالټیمور، نیویارک، فلادلفیا او باستن کې طوفان ته تیاری نیول کیږي.

د امریکا په ختیځو ساحلي غاړو کې خلکو ته درگرده خبرداری ورکول کیږی چې نن د یکشنبې په ورځ طوفان را روان دی اود دوشنبې په ورځ به ځینې ځایونه ووهي. توقع کیږي چې په څو ایالتونو کې به طوفاني جکړونه یعنی سخت بادوباران اوسیلاوونه او واوره زیانونه ورسوي.

نن به د دې طوفان سرعت په ساعت یو سل کیلو متره وي او هوا به یخه وی.
XS
SM
MD
LG