د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ختیځ ته توپان راروان دی


د چهارشنبې په ورځ دغه توپان د کیوبا د باراکوا ځینې سیمې لاندې کړې

د چهارشنبې په ورځ دغه توپان د کیوبا د باراکوا ځینې سیمې لاندې کړې

د امریکا د شرقي ساحلونو د سیمو چارواکي وايي چې دوی د سمندر د غاړو او ساحلی ځایونو نه د هغو سیلانیانو په ایستلو پیل کړیدی چې ددغو ځایونو د لیدلو لپاره راغلي وو. دغه سیمې تر نورو ډیر نفوس لري.

دا کار ددې لپاره کیږي چې د هوا اټکل څرګندوي چې د اېرېن په نامه سمندري توپان چې اوس دریمه درجه قوت لري ددغو سیمو په لور راروان دی.

د هوا د اټکل ادارو د شمالي کرولاینا د یو شمیر سیمو په برخه کې خبرداری خپور کړیدی او وايي چې نن د پنجشنبې په ور ځ به هلته ورسیږي.

دغه سمندری توپان د بهاما د مشترک المنافع ټاپوګانو په سر را تېر شویدی. ددغه سمندري توپان د باد چټکتیا په یو ساعت کې ۱۸۵ کېلومتره ده.

رپوټ وايي چې ددغه سمندري توپان اېرېن له امله د بهاما په ټاپوګانو کې جنوبی برخو ته زښت ډیر زیان ور اووښتی دی خو د خلکو د ځاني تاوان رپوټ ندی راغلی. توقع ده چې دا توپان د امریکا جنوب ختیځ ساحل ته د جمعې په ورځ راورسېږي.

XS
SM
MD
LG