د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د سره صلیب برمته شوي کارکوونکي خوشې شول


د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم د خپلو ۵ کارکوونکو د خوشې کیدو خبر تائید کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم د خپلو ۵ کارکوونکو د خوشې کیدو خبر تائید کړی دی.

د غزني ولایتي چارواکي وایي، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې هغه پنځه افغان کارکوونکي، چې د سه ‌شنبې په ورځ په دغه ولایت کې یوې وسله‌والې ډلې تښتولي وو نن بیرته خوشې شوي دي.

د غزني د پولیسو قوماندان جنرال امین الله امرخیل امریکا غږ ته د سره صلیب د نړیوالې کمیتې ددغو پنځه تښتول شوو کارکوونکو خوشې کیدل تائید کړي او ویلي یې دي، چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د هغوی په خلاصون کې سمیه ایزو قومي مشرانو هم مرسته کړې ده.

جنرال امرخیل وویل "د سره صلیب پنځه واړه کارکوونکي خوشې شوي او هغوی اوس د غزني په ښار کې د سره صلیب د نړیړالې کمیټې په دفتر کې دي".

هغه وویل، له تیرو دوو ورځو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو اوسیمه ایزو قومي مشرانو د دغو تښتول شوو کارکوونکو د بیرته خوشې کیدلو لپاره هلې ځلې کولی، چې په ترڅ کې یې نن د سره صلیب پنځه واړه کارکوونکي روغ رمټ بیرته راخوشې شول.

تیره ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې چارواکو امریکا غږ ته وویل چې د تیرې سه شنبې په ورځ یوې سیمه ایزې وسله والې ډلې ددغې کمیټې پنځه افغان کارکوونکي بندیان کړي دي.

ددغې پیښې په غبرګون کې د سره صلیب کمیتې تیره ورځ په غزني ولایت کې خپل ټول پروګرامونه د نامعلومې مودې لپاره وځنډول.

د غزني امنیه قوماندان وایي، وسله والو سړو د سره صلیب دا پنځه کارکوونکي د واعظ د ولسوالۍ د رڼاخیلو په سیمه کې تښتولي وو.

په دغه سیمه کې د قیمتي ډبرو یو کان هم شته چې د جنرال امرخیل په وینا اوس مهال د افغان حکومت مخالف وسله وال ورځنې ګټه اخلي.

جنرال امرخیل وویل، په کومه سیمه کې چې دا کارکوونکي تښتول شوي وو، د افغان حکومت د مخالفو وسله والو تر نفوذ لاندې سیمه ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم د خپلو ۵ کارکوونکو د خوشې کیدو خبر تائید کړی دی.

د دغې کمیټې ویاند احمد رامین ایاز امریکا غږ ته وویل، د آی سي آر سي دفتر د غزني ولایت په ښار کې پرانیستی دی خو د دغه ولایت په ولسوالیو کې لا هم د دوی فعالیتونه د تعلیق په حالت کې دي.

ښاغلي ایاز وویل، دوی به د غزني د امنیتي وضعیت له ارزونې او د ښکیلو خواوو څخه د تازه ضمانتونو له ترلاسه کولو وروسته د غزني په ولسوالیو کې هم خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي.

د سره صلیب نړیواله کميته له تیرو څه باندې درې نیمو لسیزو راهیسې د افغانستان په دننه او د دغه هیواد بهر په پاکستان کې د افغانانو سره په بیلابیلو برخو کې کارکوي، چې د ښکیلو خواوو له خوا د بندي افغانانو کورنیو ته د لیکونو تبادله او هم د جګړې په لومړیو لیکو کې د ښکیلو خواو ترمنځ په نښتو کې د وژل شوو کسانو مړي د هغوی خپلوانو ته سپارل د دغې کمیټې په فعالیتونو کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG