د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي جرګې ټاکنې د اسد او یا سنبلې میاشتې ته ځنډیږي


د نورستاني د اټکل له مخې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو لپاره ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو ته اړتیا ده
د نورستاني د اټکل له مخې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو لپاره ۱۳۰ زره امریکایي ډالرو ته اړتیا ده

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستانی وایي چې د افغانستان پارلماني ټاکنې به یو څه وخت لپاره وځنډیږي چې ورسره به دا ټاکنې یا د اسد په میاشت او یا هم د سنبلې په میاشت تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني امریکا غږ اشنا راډیو ته په یوه مرکه کې په ټاکنو کې د نږدې څلور پنځه میاشتو د ځنډ یو علت دغه کمیسیون سره د ټاکنو د تر سره کولو لپاره د مالي امکاناتو نه شتون یاد کړ.

ښاغلي نورستاني وویل" مونږ یو څه د مالي ستونزو سره مخ یو د مرسته ورکونکو سره مو هم خبرې کړي هغوی هم د ثور د دوهمې ورځې پورې د ټاکنو لپاره پیسي نه شی برابرولی، مرسته کوونکو د پیسو د برابرولو لپاره یو څو میاشتې وخت غوښتی دی، ښایي ټاکنې په څو میاشتو ځنډ ترسره شي".

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د اټکل له مخې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره نږدې یوسل اودیرش زره امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې کار د سرطان د میاشتې په لومړي ورځ پای ته رسیږي .

د افغانستان د اساسي قانون درې اتیایمې مادې د غوښتنو له مخې په کار دي چې پارلماني ټاکنې د دغې نیټې یوه یا دوه میاشتې وړاندې ترسره شي.

دمخه د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د دغو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۴ کال د ثور دوهمه ورځ ټاکلې وه.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس وایي دغه کمیسون د ولسي جرګې د ټاکنو سره یو ځای د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو پریکړه کړې ده.

ښاغلي نورستاني وویل چې د دغو ټاکنو نوی مهالویش به د دې اونۍ ترپایه او یا د بلې اونئ په سر کې اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس وویل چې کیدای شي دا ټاکنې سنبلې په میاشت کې تر سره شي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون چارواکي وایي چې د پارلماني ټاکنو لپاره د نوې نیټې په هکله د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره هم سلامشورې شوي او هغه هم په ځنډ د ټاکنو ترسره کیدلو سره موافقه لري.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس وایي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره به د سل زرو نه زیات موقتي کارکوونکي په کار وګمارل شي.

هغه وویل چې اټکل کیږي چې تر شلو زرو پورې کسان به ځانونه د ولسوالیو شوراګانو ته کاندید کړي.

د اساسي قانون نه سرغړونه

د ولسي جرګې په ټاکنو کې ځنډ د افغانستان د اساسي قانون د غوښتنو سره په ټکر کې دی.

د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې د ټاکنو دمخه د دغه هیواد د ټاکنیز سیستم اصلاح یو په ځای اقدام ګڼي خو د ټاکنو د ځنډ په پریکړه یوازې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون پورې مربوط نه ګڼي.

د افغانستان د ټاکنو د څارد ادارې رئیس جانداد سپین غر وایي چې په کار دي افغان حکومت د ټاکنو د ترسره کیدلو په باب ژر خپل دریځ څرګند کړي.

ښاغلی سپین غر وویل" حکومت باید مشخصآ رسمي دریځ ولري ، په دې رابطه مشورې وکړي نه یوازې د ټاکنو د کمیسیون سره بلکه د سیاسي ډلو د مدني ټولنې د استازو سره خبرې وکړي او د هغې وروسته حکومت پخپله دا پریکړه په رسمي توګه اعلان کړي".

جانداد سپین غر وایي چې د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو بهیر هم باید افغان حکومت د مدني ټولنې او سیاسی ډلو د استازو سره په سلا مشورو پرمخ بوځي او دا معلومه کړي چې د اصلاحاتو بهیر څومره وخت اخلي او بیا د بهیر د اصلاح مودې ته په پاملرنې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنولپاره نوې ڼیته وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG