د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون د سفير ميليبن څرګندونو ته غبرګون ښودلی


ښاغلي نور وایي دا ډول نظر د ټاکنو خپلواک کمیسيون د بې طرفۍ او خپلواکۍ ته نه پاملره ښيي

ښاغلي نور وایي دا ډول نظر د ټاکنو خپلواک کمیسيون د بې طرفۍ او خپلواکۍ ته نه پاملره ښيي

د ټاکنو خپلواک کمیسيون په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفير وروستیو څرګندونو ته چې ویلي دي"د اوسني کمیسيون د مشرتابه او موجودو کړنلارو په شتون کې د ټاکنو تر سره کیدل امکان نه لري" سخت عکس العمل ښودلی او د هغه دا څرګندونې یې د ديپلوماتيک عرف خلاف او د افغانستان په چارو کې یې ښکاره لاسوهنه بللې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي "فرانسس ميشل ميليبن" د تلو تلویزیون ته ويلي "د ټاکنيزو کمیسيونونو د اوسني مشرتابه او موجودو کړنلارو په شتون کې د ټاکنو تر سره کول له تصوره لرې ښکاري".

د ټاکنو خپلواک کمیسيون ویاند نور محمد نور امریکا غږ سره په مرکه کې د اروپايي ټولنې د استازي د دې څرګندونو په اړه وویل "کمیسيون دا څرګندونې د ټولو ديپلوماتيکو رسمونو او موازينو خلاف بولي او د ښکاره لاسوهنې په نظر ورته ګوري".

ښاغلي نور وویل "دا ډول نظر د ټاکنو خپلواک کمیسيون د بې طرفۍ او خپلواکۍ ته نه پاملره ښيي چې د ټاکنو د ملي پروسې پر وړاندې موجودې ستونزې زياتوي".

د ټاکنو خپلواکه کمیسيون په افغانستان کې له ميشتو ټولو ديپلماتيکو ادارو او افغان سياسي ډلو څخه په کلکه غواړي چې ټاکنيز بنسټونه او د ټاکنو نورې برخليک جوړونکې ملې پروسې په خپلو څرګندونو او کړنو چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون پر وینا تر شا يې سياسي موخې پرتې دي زيانمنې نه کړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره له نږدې همکاري کوي او په وروستۍ يوه لسيزه کې يې د ټولو ټاکنو څارنه، مالي او تخنيکي ملاتړ کړى دى.

ډ ټاکنو د خپلواکه کمیسیون دا بیان وایي چې د افغانستان اساسي قانون ١۵۶ مې مادې پر بنسټ، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دغه هیواد کې د ھر ډول ټاکنو د ادارې او څارنې او د خلکو عمومي رایو ته د مراجعې په هدف رامنځ ته شوی دی چې په دې اداره کې هرډول بدلونونه د افغانستان د نافذه قوانینو د احکامو د رعایت مستلزم دي.

د ټاکنو د څار د ادارو دریځ

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفير څرګندونو ته د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د د غبرګون پر خلاف د افغانستان د ټاکنو د څار یو شمیرادارې د ښاغلي فرانسس ميشل ميليبن څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه ګڼي او وايي چې اروپایي ټولنه د افغانستان د ټاکنو د یوې لویې تمویلونکې ادارې په توګه دا حق لري چې د خپلو پیسو د مصرف په باب خپلو خلکو ته ځواب ورکړي.

د اکسین په نوم د افغانستان د ټاکنو د څارنې لپاره د افغان غیر حکومتي ادارو د ائتلاف مشر جانداد سپین غر وایي چې سفیر فرانسس ميشل ميليبن د خپلو پیسو د مصرف لپاره شرطونه ایښي دي چې ښاغلی سپین غر یې د هغه حق ګڼي.

ښاغلي سپین غر امریکا غږ ته وویل " په هغه صورت کې چې د افغانستان حکومت دا توان درلودلی چې د خپلو ټاکنو مصارف یې له خپلو داخلي منابعو نه ورکولی بیا داسې څرګندونې شوې وای نو دا طبعې ده چې مداخله ګڼل کیدلی شوه".

جانداد سپین غر وایي چې همدا اروپایي ټولنه ، امریکا او نور هیوادونه د افغانستان ټاکنو لپاره مالي ملاتړ برابروي چې هغوی د خپلو پیسو د مصرف لپاره شرایط هم لري.

اصلاحات وخت ته اړتیا لري

نږدې څلور میاشتې وړاندې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو په وخت د دغه حکومت دواړو مشرانو د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د یو کمیسیون د جوړولو پریکړه کړې وه ، خو تراوسه دا کمیسیون نه دی جوړشوی.

د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاح لپاره د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې چې د ثور دوهمه ورځ ورته ټاکل شوې وه د دوبي وروستیو ته ځنډیدلي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره اونۍ د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون د چارواکو سره په کتنه کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون په استقلالیت ټینګار وکړ خو د افغانستان په ټاکنیز سیستم کې د اصلاحاتو راوستل یې اړین وبلل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر نه یوه خپره شوې اعلامیه وایي چې جمهوررئیس غني د ټاکنو خپلواکه کمیسیون چارواکو سره په کتنه کې هغوی ته وویل " زه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون استقلالیت ته پوره درناوی لرم، د کمیسیون استقلالیت ضروري دی او دغه استقلالیت باید په داسې عملي ډول وساتل شي چې د افغانستان ولس او سیاسي ټولنه پر هغه باور ولري"

جمهور رئیس غني وویل چې د دې لپاره چې افغانستان وکولای شي د خپلو خلکو د غوښتنو پر بنسټ د باور وړ ټاکنې ترسره کړي، ټولو اړوندو او په ټاکنوکې ښکیلو ادارو ته لازمه ده چې د بشپړې همغږۍ او ښه انسجام له لارې کار وکړي.

جمهور رئیس غني وویل، اصلاحات باید رامنځته شي خو د دې لپاره چې دغه اصلاحات په سمه توګه ترسره شي یو مناسب فرصت ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG