د لاس رسي وړ اتصالات

مرستو بندیدو د ټاکنو کمیسیون سلګونه مامورین بیکاره کړي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې اکثره بیکاره شوو مامورینو د اوږدو کلونو لپاره په دغه کمیسیون کې د موقتي کارکوونکو په توګه کارکوه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې اکثره بیکاره شوو مامورینو د اوږدو کلونو لپاره په دغه کمیسیون کې د موقتي کارکوونکو په توګه کارکوه

د افغانستان د ټاکنو خپواک کمیسیون وایي چې په دغه کمیسیون د نړیوالو مرستو د بندیدو له امله د ټاکنو د کمیسیون نهه سوه پنځه شپیته موقتي کارکوونکو په روانه میاشت کې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دغو کارکوونکو د تیرو نهمو لسو کلونو را په دیخوا د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د موقتي کارکوونکو په توګه کار کوه چې اکثریت یې تخنیکي کارکوونکي وو.

ښاغلي هوتکي وویل "دغو تخنیکي کارمندانو د ډیرې اوږدې مودې راهیسې دلته په کمیسیون کې کار کړی وو په هغوی ډیره سرمایه ګذاري شوې وه ، کله چې یوه اداره خپل تخنیکي کارکوونکي له لاسه ورکوي ښکاره خبره ده چې په اموراتو باندې به خپل منفې تاثیر اچوي ".

ښاغلی هوتکي وایي چې که چیرې افغان حکومت د ولسي جرګې ټاکنې کول غواړي نو د ټاکنو ترسره کولو لپاره د ټاکنو په کمیسیون کې ددغو رخصت شوو کارکوونکو شتون خورا زیات ضروري دی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال وایي چې کله هم نړیوالۍ ټولنې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون باندې خپلې مرستې ودرولې افغان حکومت هم دومره مالي توان نه درلود چې له کاره ګوښه شوي کارکوونکو د ساتلو لپاره دغه کمیسیون ته مالي ملاتړ برابر کړي.

ښاغلي هوتکي وویل "که د پارلماني انتخاباتو لپاره نیټه ټاکل کیږي او نړیواله ټولنه خپلې مرستې بیرته شروع کوي نو طبیعې خبره ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به بیا همدغو کارمندانو ته مراجعه کوي او د هغوی له منځه به کارکوونکي غوره کوي ".

نږدې درې میاشتې وړاندې مرسته کوونکو هیوادونو او موسسو د افغانستان په دوه ټاکنیزو کمیسیونونو خپلې مالي مرستې په دغو کمیسیونو کې د اصلاحاتو ترنیټې پورې ودرولې.

تیره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر مایک مک کینلي د امریکا په سفارت کې د خپل هیواد د خپلواکۍ کالیزې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا به د افغان حکومت سره د اصلاحاتو د اجنډا له مخې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سفیر مایک مک کینلي وویل " مونږ به د خپلو مرستو لومړیتوب د افغان حکومت په خپل ځان د متکي کیدود اصلاحاتو د اجنډا له مخې تنظیم کوو. موږ د نوي پراختیایي ملګرتوب لپاره دپیل شوو بحثونو په وروستي پړاو کې یو. د دغه ملګرتوب له مخې به د امریکا متحده ایالات افغانستان د نوې کابینې د سل ورځنیوهڅوونکو پلانونو دعملي کولو لپاره ملاتړبرابر کړي څو د افغانستان خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړی شي ".

امریکا، برتانیا او اروپایي ټولنه د افغانستان د ټاکنو د بهیر سره د سترو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي.

تیره اونۍ په کابل کې د برتانیا نوې سفیرې خبریالانو ته وویل چې د ټاکنیزو کمیسیونو سره یې خپلې مرستې بندې کړي نه دي بلکه مرستې یې ځنډولي دي.

که څه هم د افغانستان جمهوررئیس د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح لپاره یو کمیسیون ته دنده سپارلې ده خو د کمیسیون د رئیس د ټاکلو په سرد جمهوررئیس او د اجرائیه ترمنځ د اختلاف له امله تراوسه دغه کمیسیون په کار پیل نه دی کړی.

هم اجرائیه ریاست او هم د افغانستان جمهوري ریاست ته نږدې منابع وایي چې ډیر ژر به دا کمیسیون په کار پیل وکړي.

د افغانستان د ټاکنیز سیستم د اصلاحاتو د بهیر د ځنډ له امله په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې چې د ټاکنو خپواک کمیسیون ورته د ثورلومړۍ ورځ په پام کې نیولې وه ، یوې نامعلومې نیټې ته ځنډیدلي دي چې ورسره یې دسرطان د لومړۍ ورځې وروسته د افغانستان د ولسي جرګې د مشروعیت په هکله هم یو لړ پوښتنې راولاړې کړي دي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې د ولسي جرګې کار د دغې جرګې د پنځم تقنیني کال په پای کې د سرطان په لومړۍ ورځ پای ته رسیږي.

د سرطان لومړۍ ورځ ته ایله دولس ورځې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG