د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون: کیدای شي د ولسي جرګې ټاکنې وځنډیږي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان دټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې ددې احتمال ډیر زیات دی چې په هغه نیټه چې د دغه کمیسیون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ځانګړی کړی وه، ټاکنې ترسره نه شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا کمیسیون لا هم هڅه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنې د اساسي قانون د غوښتنو له مخې د ولسي جرګې د پنځم کال د پای ته رسیدلو دمخه ترسره کړي.

نورمحمد نور وویل "ددې زیات احتمال شته چې مونږ د ثور په لومړۍ ورځ چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره مو ټاکلې وه کیدای شي وې نشو کولای".

خو نورمحمد نور وایي د ټاکنو خپلواکه کمیسیون هڅه کوي چې په اساسي قانون کې چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره کوم وخت په پام کې نیول شوی، دا ټاکنې په همغه موده کې ترسره شي.

ښاغلی نور وویل "د اساسي قانون له مخې په کار دي چې د ولسي جرګې د روانې دورې کار د پنځم کال د سرطان په لومړۍ ورځ پای ته رسیږي، خو په کار دي چې ددغې نیټې یوه میاشت او یا دوه میاشتې دمخه د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د دیارلس سوه څلورنوي اووم کال د ثور لومړۍ ورځ ټاکلې وه.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویاند ددغه کمیسیون له خوا په ټاکل شوې نیټې د ټاکنو د نه ترسره کیدلو عمده علت دغه کمیسیون ته د لازمو پیسو نه رسیدل ښیي او وایي چې ددغه کمیسیون چارواکو چې د نړیوالې ټولنې د استازو سره کومې خبرې کړي دي دا ورته څرګنده شوې ده چې نړیواله ټولنه هم په وخت د ټاکنو ترسره کیدلو په برخه کې همکارۍ ته چمتوده ، خو هغوی هم په دې برخه کې د افغان حکومت تعهداتو ته سترګې په لار دي.

نورمحمد نور وویل" یعنې ډونر هم ددې په انتظار دی چې بالاخره حکومت ددغه بهیر نه د ملاتړ لپاره څومره تعهد لري".

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند وایي چې دا کمیسیون د افغانستان د ملي یووالي د حکومت نه غواړي چې ډیر ژر د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله غور وکړي او هغه امکانات چې د ټاکنو لپاره ورته اړتیا ده دغه کمیسیون ته برابر کړي.

دمخه د ټاکنو خپلواکه کمیسیون چارواکو امریکا غږ ته ویلي وو چې افغان حکومت په پام کې لري چې د ولسي جرګې د ټاکنو سره یو ځای د ولسوالیو د شوراګانو لپاره هم ټاکنې ترسره کړي.

دا کمیسیون وایي چې ددغو دواړو ټاکنو ترسره کولو لپاره نږدې یوسل او پنځوس میلونو امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.

لومړی اصلاحات بیا ټاکنې

د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ اداره د ولسي جرګې د ټاکنو د ځنډ مخالفت کوي او په دې باوري دي چې که چیرې ټاکنې ځنډیږي نو ښه داده چې په هکله یې د افغانستان د سیاسي ډلو او مدني ټولنې یو ګډ نظر رامنځ ته شي.

د افغانستان د ټاکنو د څار اداره وایي چې د ټاکنو دمخه دې د ټاکنو په سیستم کې اصلاحات راوستل شي.

ددغې ادارې رئیس جانداد سپین غر امریکا غږ ته وویل چې د ټاکنو د ترسره کولو دمخه په کاردي په ټولنه کې په تاکنو د خلکو باور بیرته پرځای شي.

ښاغلي سپین غر وویل"کله چې د ټاکنو یو بحران تیریږي نو ضروري ده چې مخکې له نورو ټاکنو یو لړ اصلاحات پلي شي تر څو د یوه خوانه د خلکو اعتماد بیرته په پروسې باندې ورغول شي او د بلې خوا په تخنیکي عرصه کې هم سهولتونه رامنځ ته شي چې ورته مشکلات بیرته تکرار نه شي".

ښاغلی سپین غر وایي چې د ټاکنو د سیستم د اصلاح دمخه د ټاکنو ترسره کول به یوه لویه سیاسي اشتباه وي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دواړو مشرانو هم په هغه سند کې چې ددغه حکومت د جوړیدلو په وخت هم جمهوررئیس او هم اجرائیه رئیس لاسلیک کړی د ټاکنو په سیستم کې د اصلاحاتو په هکله ټینګه وعده کړې ده او د ټاکنو د سیستم د اصلاح لپاره یې د یو کمیسیون په جوړولو موافقه کړې خو ددغه حکومت د جوړیدلو نه د نږدې دریو میاشتو په تیریدلو تراوسه د ټاکنو د سیستم د اصلاح لپاره کوم کمیسیون نه دی جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG