د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون سلګونه کارکوونکي دندې له لاسه ورکوي


د ټاکنو د خپواکه کمیسیون د چارواکو په وینا دټاکنو د کمیسیون میاشتنۍ لګښت د نهه سوو زرو امریکایي ډالرو څخه اوړي
د ټاکنو د خپواکه کمیسیون د چارواکو په وینا دټاکنو د کمیسیون میاشتنۍ لګښت د نهه سوو زرو امریکایي ډالرو څخه اوړي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ملګروملتونو پرمختیایې ادارې"یواین ډي پي" ورته ویلي چې د روانې عیسوي میاشتې وروسته دا اداره نور د دغه کمیسیون لنډ مهالو په سلګونو کارکوونکو ته د تنخواه لپاره پیسې نه شي برابرولی.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د هغو کارکوونکو شمیر چې ترراتلوونکو دوه اونیو به خپلې دندې له لاسه ورکړي اته نیم سوه ته رسیږي.

ښاغلي هوتکي وویل " که حکومت په دې مورد کې توجه ونه کړي غور ونه کړي متاسفانه مونږ به دا کارمندان له لاسه ورکړو او داپه داسې حالت کې ده چې همدا اوس هم بحث پر دې روان دی چې د پارلماني انتخاباتو لپاره عملیاتي پلان جوړ شي".

د افغانستان د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مرستیال وایي، دا کارکوونکي چې خپلې دندې به له لاسه ورکړي ډیر مسلکي کارکوونکي دي چې کلونه کلونه یې د ټاکنو په کمیسیون کې کار کړی او د ټاکنو د ترسره کولو او دټاکنو د بهیر د پرمختګ په برخه کې پوره تجربه حاصله کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال وویل چې د ټاکنو کمیسیون غوښتل چې ددغو کارکوونکي کار د لنډ مهال پرځای په دایمي کار بدل کړي خو ددې لپاره چې د نورو ادارو په څیر جمهوررئیس محمد اشرف غني د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې هم د مامورینو مقرریدل بند کړي دي نو ځکه دوی دا مامورین د کمیسیون په دایمي مامورینو بدل نه کړی شول.

ښاغلي هوتکي وویل " کله چې مونږ کمیسیون ته راغلو مونږ عملآ پروسې ته ورداخل شو، زمونږ پلان هم همدا وو، چې دا موقت کارمندان په دایمي کارمندانو باندې تبدیل کړو ولي چې وخت کم وو مونږ و نه توانیدو چې دا کارمندان په دایمي کارمندانو باندې تبدیل کړو. وروسته له انتخاباتو څخه تاسو هم خبریاست چې جمهور رئیس فرمان ورکړ چې تقرر او منفکې بنده ده چې تراوسه پورې هم د ټاکنو په کمیسیون کې د تقرر اجازه د جمهوررئیس له‌خوا نه ده ورکړل شوې".

ددغه کمیسیون د چارواکو د وینا له مخې د کمیسیون میاشتنۍ لګښت د نهه سوو زرو امریکایي ډالرو څخه اوړي دا پیسې د ملګروملتونو د پرمختیایې ادارې یواین ډي پي له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته برابریدلې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال وايي چې د افغانستان د حکومت سره په خبرو بوخت دی ترڅو د لنډې مودې د کارکوونکو لپاره د حکومت ملاتړ ترلاسه کړي او که حکومت ورته دا ډول ملاتړ ورکړي نو دا شمیر کارکوونکي به په دغه کمیسیون کې خپل کار له لاسه ورکړي.

ښاغلي هوتکي وویل " د خپلو مصارفو په کموالي لپاره مونږ مشخصه طرح جوړه کړې ده په هغې به هم ټینګار کوو چې دا مصارف په مرتبو را ټیټ شي او مونږ وکړی شو چې په ترڅ کې خپل تخنیکي کارمندان وساتلې شو".

د ملګرو ملتونو پرمختیایې پروګرام د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته هم د مرستو د بندیدلو خبر ورکړی دی.

د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاحات

یو این ډي پي دغو ټاکنیزو کمیسیونونو ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح لپاره د کمیسیون د مشر په سر د پیښ شوي جنجال له امله د کمیسیون د اعلان نه د دوو میاشتو د تیریدلو سره سره اوس هم دغه کمیسیون لپاره مشر نه دی ټاکل شوی.

د هڅو سره سره مو د ارګ نظر په دې مسله ترلاسه نه کړی شو.

خو د افغانستان د اجرائیه ریاست وایي چې د جمهورئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ په دې هکله ستونزې هوارې شوې دي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي ژر به د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په کار پیل وکړي.

د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې د کار دوام

د ملګرو ملتونو پر مختیايي ادارې "یو این ډي پي" د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د مالي مرستو د نه برابروولو دا خبردارې په داسې حال کې ورکړی، چې نن د ټاکنو کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستانی ولسي جرګې ته د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو په باب د دغې جرګې د غړو د پوښتونو ځوابولو لپاره غوښتل شوی وو.

ښاغلي نورستاني ولسي جرګې ته وویل، د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدلو په وړاندې د کمیسیون په مخ کې لویه ستونزه د مالي امکاناتو نشته‌والی دی.

دغه راز، ښاغلي نورستاني ولسي جرګې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو لپاره سیاسي اراده نه لري.

د بحث په پای کې وکیلانو پریکړه وکړه تر هغې چې د ولسي جرګې نوي غړي د خلکو لخوا غوره شوي نه وي او په کار یې پیل کړی نه وي د ولسي د شپاړسمې دورې اوسني غړي به د قانوني استازو په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې د ولسي جرګې کار د دغې جرګې د پینځم کال د سرطان په لومړی پای ته رسیږي.

د قانون له مخې په کار دي چې د سرطان له میاشتې یوه یا دوه میاشتې مخکې پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالۍ د شوراګانو د ټاکنو لپاره د ثور لومړۍ ورځ ټاکلې وه چې بیا وروسته د بیلابیلو دلایلو له مخې دا ټاکنې وځنډیدې او تر اوسه ورته بله نوې نیټه نه ده ټاکل شوی.

XS
SM
MD
LG