د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال وجهي صندوق د رييس د زنابالجبر په تور محاکمه


د نړیوال وجهي صندوق د رييس د زنابالجبر په تور محاکمه
د نړیوال وجهي صندوق د رييس د زنابالجبر په تور محاکمه

د نړېوال مالی صندوق رئیس دې ته انتظار کوي چې د نیوېارک په ښارکې نن د ېکشنبی په ورځ ناوخته محکمی ته د جنسي تیرې او تجاوز په تور وغوښتل شي.

د نیوېارک پولیس وايي د یکشنبې په ورځ دوخته، دومېنېک ستراوس کان د یو هوټل د یوې ۳۲ کلنې خدمتگارې د شکایت نه وروسته، د جنسي تیري، جنايي برید، د زنا بالجبر لپاره هڅې او په غیرقانوني ډول بندي کولو په تور نیولی دی.

د رویترز خبري اژانس رپوټ وايي د دومنیک ستراس کان یو وکیل واېي هغه به نن د پولیسو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړي او د بېگناهۍ ادعا به وکړي. توقع ده چې پولېس به نن د یکشنبی په ورځ ناوخته پر هغه تورونه ولگوي.

پولیس وايي ستراوس کان چې یو فرانسوي نژاده دی او هیڅ ډول دیپلوماتیک مصونیت نه لري، د شنبې په ورځ یې څو شیبې مخکې تردې چې پاریس ته پرواز وکړي د خپلی الوتکی نه راکوز کړی شو او اوس په توقېف کې دی.

پولیس وايي د هغه د هوټل خدمتگارې ویلي دي چې د شنبې په ورځ د ستراس کان کوټې ته د پاکولو په نیت ورغلې وه، خو د خدمتگارې په وینا ستراتس کان د تشناب نه لوڅ راووت او پر هغې یې د جنسي تیري په نیت حمله وکړه.

خدمتگاره وايي چې هغې ځان خوشی کړ او له کوټې نه وتښتېدله او د هوټل نورو مامورانو ته یې وویل. هغوی بیا پولیس ته ټیلیفون وکړ.

پولېس وايي کله چې دوی هوټل ته ور ورسېدل نو ستراوس کان له هوټل نه تللی و، له هغه نه د هغه لاسی تلیفون او نور شخصي شیان په هوټل کې پاتې شوي وو.

د نیویارک د پولیسو نطاق پال براون د یکشنبې په ورځ دوخته وویل چې خدمتگاره یوه ځايي روغتون ته بیول شوې وه او هلته یې د معمولي زخمونو علاج وشو او بیا خوشې شوه.

نړیوال مالي صندوق وايي چې دوی په بشپړ ډول خپلو کارونو ته دوام ورکوی که څه هم ددوی رئېس ستراوس کان د جنسی تېري په تور باندی توقېف شوېدی. نړېوال مالی صندوق په یوه خبر لیک کې ویلي دي چې ټولې پوښتنې به د ستراوس کان په اړه د هغه شخصي وکیل او ځايي چارواکیو ته راجع شي او هغوی به یې ځواب ورکړي.

ستراوس کان څوک دی؟

ستراوس کان، د ۲۰۰۷م کال کې دنومبر په مېاشت کې دنړېوال مالي صندوق رئيس شو. نوموړی پخوا د فرانسی دمالېې وزیر و او د فرانسې د جمهوري ریاست لپاره دبرحال جمهوررئېس نېکولس سرکوزي په مقابل کې د ۲۰۱۲ په انتخاباتو کې تکړه او مخکښ کاندید گڼل کیږي.

رپوټ وايی چې ستراوس کان دفرانسی د یوې مشهورې تلویزیوني خبریالې سره واده کړیدی. خو د هغوی واده او اړیکې د جنسي تیریو او رسوا اوازو له امله له ستونزو سره مخ دي.

په ۲۰۰۸ م کال کې هغه د هغه څه لپاره معذرت وغوښت چې دی ورته "په قضاوت کې تېروتنه " وايي. هغه دخپل لاس لاندې یوې مامورې سره جنسي اړیکې لرلې.

د فرانسی د یوه انستېتوت د رئیس مرستیال جېرومی فورکېت د فرانسی یوې راډیو ته وویل که چیرې دا تورونه پر هغه ثابت شي نو دا به د ستراوس کان لپاره زښته ډیره گرانه وي چې د یوه سېاستمدار په توگه خپل کارونه بیرته پیل کاندي.

XS
SM
MD
LG