د لاس رسي وړ اتصالات

د نړیوال وجهي صندوق استازي د غیرقانوني پیسو د څارلو لپاره افغانستان ته تللي


د نړیوال وجهي صندوق استازي د غیرقانوني پیسو د څارلو لپاره افغانستان ته تللي
د نړیوال وجهي صندوق استازي د غیرقانوني پیسو د څارلو لپاره افغانستان ته تللي

د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د ارامې بحیرې د هیوادونو د ټولنې د سازمان په مشرۍ د پیسو د نړیوال صندوق (ای ايم ایف) څېړونکې ډله افغانستان ته تللې چې پدغه هیواد کې هغه قوانین تر غور لاندې ونیسي کوم چې د پېسو د تطهیر او د تروریزم په وړاندې د تمویل پر ضد جوړ شوي.

د ای ایم ایف دا پلاوی به دوه اوونۍ په افغانستان کې وي او د قوانینو تدوین، تنفدیذ او په قضايه قواوو کې د هغې د پرېکړو مرحلې به وڅیړي او په اساس به یې بشپړ راپور دغه سازمان ته ورکړل شي.

د افغانستان بانک سرپرست او لومړی مرستیال محب الله صافي وویل چې افغانستان ددې سازمان غړی دی او د غړیتوب شرايط یې ان د سیمي هیوادونه هم نه شي پوره کولای هغه زیاته کړه ددې راپور په چمتو کولو به افغانستان له هغو تحذیراتو خلاص شي چې په بانکي لحاظ له نړیوالو ادارو سره مخ دی، هغه وویل دا رپورټ ورسره مرسته کوي چې د نورو هیوادونو په اصولو هم پوه شي او د ترهګرۍ لپاره د پیسو د تمویل مخه ونېولای شي.

د افغانستان بانک مرستیال محب الله صافي دا ډول زیاته کړه چې بانک یې د ماليي استخباراتو اداره لري او کار یې عمدتا دا دی چې د هغو پیسو مخه ونیسي چې ترهګریزو چارو، جرایمو او یا د مخدره موادو د مافیا لوریو ته ورکول کیږي.

هغه وویل افغانستان د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل په ضد قوانین په دیارلس سوه پنځه اتیا لمریز کال کې جوړ کړي او دا پلاوی به ددې قوانینو په اړه په بهرنیو هیوادونو کې هغو سوداګرو ته هم تضمین ورکړي چې دلته نه غواړي سوداګري وکړي او یا ویره ددې لرې چې پیسې ترې تمې نه شي.

XS
SM
MD
LG