د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي هیوادونه دکډوالو پر موضوع ویشلي دي


دا د اتن په مرکز کې د کډوالو ماشومان دي چې یو بل ته اوبه ورکوي

دا د اتن په مرکز کې د کډوالو ماشومان دي چې یو بل ته اوبه ورکوي

د اروپایي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ هڅه وکړه چې د دې اتحادیې په هیوادونو باندې ١٢٠ زره کډوال د ویشلو پلان عملي کړي خو را غونډ شوي وزیران د دویمې جگړې وروسته د اروپا د تر ټولو پراخ کډوالي کړکیچ په وړاندې مبارزه کې په ژوره توگه ویشل شوي دي.

ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې دا د اروپایي هیوادونو لپاره ورستی فرصت دی چې اروپایي هیوادونو باندې د کډوالو د ویشلو په سره موافقه وکړي.

تیرې اونۍ د اروپا پارلمان دا پلان منظور کړ خو ځیني ختیځ اروپایي هیوادونه وایي چې هغوی دغه پلان نه مني.

د هنگري عسکرو د سه شنبې په ورځ د گاونډي هېواد کرویشا سره په جنوبي سرحد کې د اوسپنیز مزو او دیوالونو د جوړولو کار روان وساته چې خپل هیواد ته د کډوالو د راتگ مخه ونیسي.

کرویشا د کډوالو ډک په لسگونه بسونه چې له سربستان څخه راغلي د هنگري سرحد ته لیږلي.

سربستان کې یو سوري کډوال کسرا داسې وویل "دلته وضعیت ډیر خراب دی. مونږ په مځکه ویدیږو. دلته د خوب ځای نشته، تشناب نشته، دغسې چې گورئ، هېڅ څوک ښه ندي."

ځیني هیوادونه چې د کډوالو هرکلی یې کاوه لکه جرمني او کروشیا اوس خپل هیواد ته د کډوال په راتگ باندې بندیزونه لگولی چې له امله یې ښځې، نارینه او ماشومان پرته له سرپنا او خوراک په سړک باندې ویدیږي.

د حمزه په نوم یو پنځلس کلن ځوان چې د خپلې کورنې سره له سوریې نه اتریش ته راغلی وایي "ما هڅه وکړه چې د هنگري له سرحد نه تیر شم خو هغوی اجازه رانکړه. بیا پوه شوم چې د کوریشا نه تېرېدی شم، هلته لاړم او له کوریشا نه دلته راغلم."

د کړاونو ډک دغه سفر نه راغلي کډوالو ته د سره صلیب خیریه اداره د خوراک تر څنگ د فوتبال لوبې او نورې سرگرمیانې برابروي.

د سره صلیب د خیریه ادارې کارکونکی سایمن ستراسگرتل وایي د سړې هوا د پیلیدو لپاره یې دوه کانتینران ایښي دي چې له یو نه یې د کمپ په توگه او له بل نه یې د خپلو کارکوونکو لپاره کار واخلي.

سږکال شاو خوا نیم میلیون کډوال اروپا ته راغلي دي. د بشري حقونو چارواکي وایي د دې کډوالو ۴٠ سلنه د سوریې له جگړو تښتېدلي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي هیواد یې پلان لري په ٢٠١٧ کال کې څه د پاسه ۱۰۰زره کډوالي ویزې صادرې کړي چې اوس ۷۰ زره دي.

XS
SM
MD
LG