د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا پولیس وايي ۱۰۰۰ کډوال یې ژغورلي


پولیسو نه دي ویلي چې دا کډوال د کومو هېوادونو دي
پولیسو نه دي ویلي چې دا کډوال د کومو هېوادونو دي

د ایټالیا ساحلي پولیس وايي ۱۰۰۰ کډوال یې ژغورلي دي.

پولیس وایي دا کسان د مدیترانې په بحیره کې په سوریو کښتو کې ناست وو چې ساحلي پولیسو ولیدل او ویې ژغورل. پولیس وايي په دغو کسانو کې یې یو مړ شوی هم دی.

پولیس وايي دا کډوال یې له شپږو کښتیو څخه ژغورلي دي چې درې یې د لرګیو کښتۍ وې. اوس یې دا کډوال خوندي سیمو ته انتقال کړل شوي دي.

خو پولیسو نه دي ویلي چې دا کډوال د کومو هېوادونو وګړي دي. مګر د مدېترانې د سمندر له لارې تر ډېره د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو وګړي اروپا ته قاچاق کیږي.

دغه خلک زیاتې پېسې قاچاق کوونکو ته ورکوي چې اروپا ته یې انتقال کړي، قاچاق کوونکي تر ډېره په یوې کښتۍ کې چې ۱۰ کسان وړی شي، ۴۰-۵۰ کسان کینوي او پر سیند یې لاهو کوي.

تېرکال د مدیترانې د بحیرې له لارې شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ کډوال ايتالیا ته رسېدلي وو، چې په دوی کې زرګونه افغانان هم وو.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال اروپا ته لار مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG