د لاس رسي وړ اتصالات

مقدونیې ته له حده زیات کډوال اوښتي دي


ملګري ملتونه وايي چې له حده زیات کډوال مقدونیې تته اوړېدلي دي.
ملګري ملتونه وايي چې له حده زیات کډوال مقدونیې تته اوړېدلي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف وايي چې مقدونیه له بې شمېره کډوالو ډکه شوې ده چې ډېر یې د سوریې دي.

دغه کډوال هڅه کوي چې د اروپا نورو هېوادونو ته واوړي.

په مقدونیې کې د یونیسف استازي برټنډ ډسمولینز د امریکا غږ ته وویل چې مخکې په ورځ کې ۳۵۰۰ کډوال مقدونیې تته رسېدل، خو اوس دغه شمېره په بېساري ډول لوړه شوې ده.

ښاغلي ډسمولینز وویل چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ۵۶۰۰ ته کډوال چې ډېر یې سوریایان دي، مقدونې ته راغلل او له یونان سره پر نژدې پولې راټول شوي دي.

هغه وویل دا د مقدونیې لپاره یو لوی سرخوږی دی چې دومره کډوال ځای پر ځای کړي او یا هر کلی یې وکړي.

د هنګري کډوال جرمني ته خوځېدلي

زرګونو هغو مهاجرو چې اروپا ته د تګ لپاره یې څو ورځې په هنګري کې انتظار وویست، اوس اطریش ته ننوتل پیل کړل. اطریشي چارواکو د شنبې په ورځ وویل په زرګونو مهاجر لا وخته ته اطریش ته رسیدلي اوچارواکو ورسره مرستې کړي.

بل پلو د جرمني صدراعظمه وايي هېواد یې د مهاجرو منلو ته تیار دي خو زیاتوی هغه کسان چې د پناه غوښتنې درخواستونه یې ردشي، بیرته به خپلو اړوندو هېوادونو ته ولېږل شي.

د شنبې په ورځ د هنګري او اطریش ترمنځ په عمومي سړک باندې د هغو بسونو ګڼه ګڼه وه چې له هنګري څخه یې اطریش ته مهاجر لېږدول.

په وروستي رپوټ کې ویل شوي چې د پنځو کیلومترو په اوږدوالي د مهاجرو یو کتار اطریش ته د ننوتلو لپاره انتظار ویست.

د هغو کسانو په ډله کې چې په پوله کې اطریش ته یې د ننوتو لپاره انتظار ویست، له افغانستان څخه نظام الدین هم و.

نظام الدین وايي " مونږ واورېدل چې ښايي جرمني به ټول هغه مهاجر چې په بوداپست کې دي ومني. دوی ټولو ته به جرمني د ننوتلو اجازه ورکړي. یقیني نه یم خو همداسې ښکاري."

یوه سوري مهاجر اسامه شمس وویل دوی له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او دی هیله مند دی چې وضعیت ښه شي.

هغه وايي "مونږ هیڅ شی نه لرو، پیسې نه لرو، ډیر ستړي یو او وږي یو. هیله مندیم کوم څه چې کیږي ښه وي. مونږ ټول هیله مند یو چې له دې وضعیت څخه خلاص شو."

جرمني د کډوالو هرکلی کوي

له بل پلو په داسې حال کې چې په زرګونه کډوال غواړي له هنګري څخه ووزي او لویدیځ لورته جرمني او اطریش ته ولاړ شي، د جرمنې صدراعظمې انګلامرکل وویل هېواد به یې د چا د پناه غوښتنې مخه ونه نیسي.

جرمني چارواکو په دې وروستیو وړاند وینه کړې وه چې تر اتو لکو پورې کډوال به د کال ترپایه په سوریې، عراق او اریتریا کې چې له جنګ او زور زیاتي څخه دغه ملک ته پناه وروړي.

مرکل له یوې ورځپانې سره په مرکه وویل. د سیاسي پناه غوښتنې حق د پناه غوښتونکو پرشمیر کوم محدودیت نه وضع کوي.

هغې زیاته کړه "د یوه قوي او ښه اقتصاد لرونکي هېواد په توګه مونږ د دې توان لرو چې لازم کارونه وکړو او هرسیاسي پناه غوښتونکي ته د عادلانه محاکمې زمینه برابره کړو "

خو مرکل د خپل حکومت هغه موقف تکرار کړ کوم مهاجر چې د پناه غوښتنې شرایط پوره نه کړي باید بیرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

اطریش او جرمني ته په هنګري کې ایسارو مهاجرو ته د ورتګ له اجازې سره هم مهال د اروپایي اتحادیه د بهرنیو چارو وزیران په لوکزامبورک په دې خبرې کوي چې څنګه وکولی شي د مهاجرو له زیاتېدونکي بهیر خپل چلند تنظیم کړي.

د اطریش د بهرنیو چارو وزیر سبسشین کرز " مونږ د ویش د منظم سیستم پلوي یو. ځکه اطریش د اروپايي اتحادیې د اتلسو نورو غړو په پرتله ډیر مهاجر مني. دغه حالت په اوږده مهال کې دا ډول نشي پاتې کیدلی له همدې امله د ویش د سیستم غوښتونکي یو."

ټاکل شوېده چې د اروپايي اتحادیې ۲۸ غړي هېوادونه د سپتمبر په ۱۴ مې نیټې د مهاجرو په موضوع بیړنۍ ناسته وکړي.

XS
SM
MD
LG