د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ فرمان د ایراني امریکایانو نوروز بې خونده کړی


په امریکا کې تر ټولو ډېر ایرانیان په لاس انجلس ښار کې اوسیږي او هر کال د نوروز میله لمانځي.
په امریکا کې تر ټولو ډېر ایرانیان په لاس انجلس ښار کې اوسیږي او هر کال د نوروز میله لمانځي.

د امریکا محکمې نن د جمهور رئیس د هغه نوي فرمان په اړه قضايي دعوې اوري چې سبا ته یې عملي کیدل پیل کیږي.

د مریلنډ، واشنګټن او هوايي ایالتونو محکمې به د هغه نوي فرمان پر خلاف او پلوۍ دلایل واوري چې د ټرمپ له خوا د مارچ په شپږمه صادر شوی و.

د هوايي ایالت څارنوالان وايي چې نوی فرمان به د هغوی مسلمانو وګړو، ګرزندوی او بهرنیو محصلینو ته زیان ورسوي.

تیره میاشت د استناف دریو محکمو د واشتنګټن ایالت هغه حکم تائید کړ چې د ټرمپ د ادارې لومړی فرمان یې ځنډولی و. د هغه فرمان له امله یو شمیر قضاي ستونزې رامنځته کړې چې په نتیجه کې یې نوي فرمان رامنځته شو

د نوي فرمان له مخې د شپږو اسلامي هیوادونو اتباع نشي کولای چې د نوي ورځو په موده کې امریکا ته سفر وکړي. همداراز د یو سل او شلو ورځو لپاره د مهاجرین پر راتګ بندیز لګول شوی دی.

په امریکا کې تر ټولو ډېر ایرانیان په لاس انجلس کې اوسیږي او د نوروز په ورځو کې په فارسي څلورلارې کې ښه گڼه گوڼه وي، خو خو سږ کال داسې نه ده.

د ټرمپ په فرمان کې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او سوریې پر اوسیدونکو بندیز لگول شوی دی.
د ټرمپ په فرمان کې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او سوریې پر اوسیدونکو بندیز لگول شوی دی.

فرهاد بشارتي چې د یو سفري شرکت څښتن دی وايي چې زیاتره سفر کوونکي ویره لري. هغه زیاتوي چې حتی د امریکا تابعیت لرونکي ایرانیان هم د ښاغلي ټرمپ د اجرايي فرمان له امله ایران ته د تگ زړه نه ښه کوي.

ژورنالیست رضا ګوهرزاد وايي "زیاتره خلک، چې په هغوی کې د ستر عمر میندي او پلرونه شامل دي غواړي چې راشي او خپل خپلوان وویني."

ددې اجرايي فرمان له مخې ایران د ترهګرۍ د ملاتړ کولو له امله په دغه لست کې شامل دی چې د جمهور رئیس ټرمپ پلویان یې ستاینه کوي.

د ټرمپ ملاتړې ماوریت مارټن وايي "خلکو د نړې له هر ګوټ نه پر مونږ یرغل کړی دی چې په هغوی کې اروپا او د سوریې او ایران په څیر هیوادونه شامل دي، نو د هغوی په اړه باید سختې څیړنې وشي."

خو ایرانِي الاصله امریکایان وايي چې دغه فرمان مشروع بڼه نه لري، ځکه چې نور خلک په متحده یالاتو کې ترههګریز عملونه ترسره کوي. دغه ایرانیان وايي چې د ایران حکومت موضوع له خلکو نه باید بیله وساتل شي.

ګوهرزاد وايي "په ایران کې ډیر خلک د دیکتاتورۍ لاندې ژوند کوي، نو د حکومت غلطي پر خلکو مه اچوئ."

په دغه بندیز کې هغه ایراني محصلین هم ایسار شوي دي چې په متحده ایالاتو کې خپل تحصیلات پر مخ بیايي.

د جنوبي کالیفورنیا پوهنتون څخه وارون سوني وايي چې په لاس انجلس کې نه یوازې یو زیات شمیر ایرانیان شتون لري، بلکه د ایراني یهودانو او بهایانو یوه ستره ټولنه هم موجوده ده، نو د هغه په وینا ددې اغیره یوازې پر مسلمانانو نه ده.

XS
SM
MD
LG