د لاس رسي وړ اتصالات

کډوالو د یونان او مقدونې پر سرحدي دروازې یرغل وکړ


لږ تر لږه ۲۲۰۰۰ کډوال په یونان کې راټول او ایسار شوي دي
لږ تر لږه ۲۲۰۰۰ کډوال په یونان کې راټول او ایسار شوي دي

د دوشنبې په ورځ د مقدونیې پولیسو پر سلګونو هغو کډوالو اوښلن ګاز استعمال کړ چې له یونان سره یې پر سرحدي دروازې یرغل وړی و او د ماتولو هڅه یې کوله.

مقدونیې پر سرحد کلک خنډونه جوړ کړي او اغزن مزي یې لګولي دي چې د بالکان له لارې د ورتلونکو کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي، خو همدغو خنډونو د کډوالو د صبر کاسه لبریزه کړه او بلاخره یې پرې یرغل وکړ.

د رویټرز خبري اژانس ته یو عیني شاهد ویلي دي چې د مقدونیې پولیسو پر راغونډو شویو کډوالو څو وارې اوښلن ګازونه استعمال کړل، مظاهره کوونکو په سرحد کې درول شوې اوسپنیزه دروازه راوغورځوله او د اورګاډي پر هغې پټلۍ واوښتل چې سلګونه کډوال په کې د پولې بلې غاړې ته د تېرېدلو شېبې شمېري او ځای پر ځای ناست دي.

د مقدونې او یونان په سرحدي سیمې، اډومینې کې شاوخوا ۸۰۰۰ خلک راټول شوي دي، چې ډېر یې سوریایان او عراقیان دي.

د دوشنبې په ورځ یو دم اوازه شوه چې د مقدونیې چارواکو د سرحد دروازه پرانستلې ده او له دې سره سم سلګون کسان پر سرحد ورمات شول؛ دغې دروازې ته اوس کلک قلف اچول شوی و.

له هغه وروسته چې یو شمېر هېوادونو د بالکان د دهلیز له لارې د ورتلونکو کډوالو خپل سرحدونه وتړل، لږ تر لږه ۲۲۰۰۰ کډوال په یونان کې راټول او ایسار شوي دي.

یونان، مرکزي او شمالي اروپا ته د ننوتلو دروازه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG