د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې افغان مهاجرین وایي چې د هغوی د مهاجرت د کارتونو موده پوره شوې او له دې امله د پاکستاني پولیسو له لوري زورول کیږي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وایي اسلام اباد د مهاجرینو کارتونه د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړي دي.

د ولسي جرګې یو غړی وايي چې له افغان حکومت سره د هغوی د اړیکو نیولو سره سره په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو حل لپاره لازمي اقدامات ندي شوي.

په ‎پاکستان کې تقریبا ۱.۵ میلیونه افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده د تېر کال په ډسمبر کې پوره شوه چې بیا د شپږو نورو میاشتو له پاره وغزول شوه.

خو، ځينې افغان کډوال بیا دعوه کوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري او د پولیسو له لوري زورول کیږي هم.

په پاکستان کې یو افغان کډوال فرهاد رحیمي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ښه چلن نه کوي.

هغه وویل" پېښور کي د ښاروالۍ کارکونکي مي ولیدل چې د افغان کډوالو د میوو او ترکاریو کراچيو باندي موترونه تیرول د دې حالت لیدوسره ډیر خواشینی شوم او ژړا راغله."

د کورونو کرایه کول

دا چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده کمه ده، نو په سختۍ سره په پاکستان کې د کورونو خاوندان ورته خپل کورونه په کرایه ورکوي چې دا د افغان کډوالو لپاره یوه بله لویه ستونزه بلل کیږي.

افغان کډوال، قیس احرار وايي له دغې ستونزې په پيښور کي افغان قونسلګري هم خبره ده "که افغان کډوال مهاجر کارت ونلري نو نشي کولی چي حتا کور هم په کرايه واخلي. داسي افغان کډوال باید یا څوک وپېژني یا رشوت ورکړي او دوه یا درې پاکستاني وګړي د کور د کرایه کولو په خاطر د هغوی ضمانت وکړي."

دی وایي چې افغان کډوال په پېښور کي افغان قونسلګرۍ سره خپلې ستونزې شریکې کړي خو په خبره یې هېڅ ونه کړه.

په دې حال کي جعفر مهدوی، د ولسي جرګې غړۍ آشنا راډیو ته وویل چې افغان حکومت په پاکستان کې د میشت افغان مهاجرینو ستونزي هیرې کړي دي.

هغه وايي "د نوي پارلمان د پرانیستل کېدو سره لمړنی کار به په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو کډوالو د ستونزو حل وي. هیله لرم چې پارلمان به د خارجې مهاجرینو وزیر احضار کړي او دغه ستونزه له سیاسي او ډپلوماتیکې لارې حل شي."

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو لپاره عالي کمشنري ویاند نادر فرهاد وایي افغان حکومت په پاکستان کې د کډوالو د اوسېدو موده د شپږو نورو میاشتو لپاره غزولې ده – جون میاشت پورې- خو دغه کار تر اوسه عملي شوی نه دی.

هغه وايي " دپاکستان صدر اعظم د ۲۰۱۶ د جون تر ۳۰ نیټې پورې د دغو کارتونو تمدید منظور کړی دۍ خو په کارتونو کي دغه نیټه تر اوسه پورې لیکل شوې نه."

ښاغلی فرهاد وایي د هغوی اداره به هغو کډوالو سره بشري مرستي وکړي چي افغانستان ته ستانه کیږي.

ملګري ملتونه وايي دا مهال څه باندې یو میلیون افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي خو شاوخوا ۵۰۰ زره یې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

XS
SM
MD
LG