د لاس رسي وړ اتصالات

کندهارۍ کورنۍ د اروپا خوبونه قبر ته یوړل


د نوید د مېرمنې او یوې لور مړي موندل شوي، خو د دوو لورګانو مړي يې ورک دي.
د نوید د مېرمنې او یوې لور مړي موندل شوي، خو د دوو لورګانو مړي يې ورک دي.

د کندهار يوه کورنۍ چې د ښه ژوند په نیت اروپا ته روانه شوې وه، بېړۍ يې په سمندر کې ډوبه شوه؛ د هغوی مړي د یکشنبې په شپې په کندهار کې خارو ته وسپارل شول.

د پنځو غړو دغه کورنۍ د کندهار ښار په څلورمې ناحيې کې اوسېدله.

دوی یوه میاشت مخکې د اروپا په نیت له کندهار څخه ووتل.

د کور مشر نوید نومېده چې له خپلې مېرمنې او درې اولادونو سره یو ځاې ډوب شول.

نوید درې لورګانې درلودلې؛ خپلوان يې وايي د هغه د دوو اولادونو مړي لا هم موندل شوي نه دي.

د نوید د خاله زوی محمد زاهد وايي چي هغه پر ډېرو پېچلو او خطرناکو لارو تر ترکيې پوري ځانونه رسولي وو.

د نوید خپلوان اروپا ته د افغانانو تګ يو مجبوريت بولي.

د یو شمېر کارپوهانو په باور بې روزګاري او نا امني هغه دوه لويې ستونزې دي چې ورځ تر بلې يې بهر ته د افغانانو په خاص ډول د ځوانانو د ورتګ ذهنیت غښتلی کوي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزیر دوه اوونۍ وړاندې وویل چې سږ کال شاوخوا ۱۴۰ زره افغانان د اروپا په لور په ناقانونه کډوالۍ تللي دي.

تیر کال هم څه باندې ۸۰ زرو افغانانو په ۲۷ اروپايي هیوادونو کې د کډوالۍ غوښتنه کړې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG