د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته په لار سمندر کې څه باندې ۲۱۰۰ کډوال ژغورل شوي


چارواکي وايي د شنبې په ورځ یې ۱۵ عملیات کړي او دا کسان یې ژغورلي
چارواکي وايي د شنبې په ورځ یې ۱۵ عملیات کړي او دا کسان یې ژغورلي

راپورونه وايي چې د ایټالیا سمندري ساتونکو د مدیترانې په سمندرګي کې تر ۲۱۰۰ ډېر کډوال ژغورلي او همدغه راز د څه باندې لسو کسانو مړي هم موندل شوي دي.

د ایټالیا سمندري ځواکونه وايي دا کسان د شنبې په ورځ د لیبیا په ساحل کې له یوې کښتۍ نه ژغورل شوي او موندل شوي دي.

چارواکي وايي د شنبې په ورځ یې ۱۵ عملیات کړي او دا کسان یې ژغورلي، چې د جمعې د ورځې د عملیاتو دوه برابره کیږي.

په یو بل عملیات کې ۴۲۰ نور کسان چې اووه حامله میندې او ۷۸ ماشومان هم په کې وو، ژغورل شوي دي.

له کډوالو سره د ساحلي مرستو د یوې څانګې مشر بیپي ګالي مالیا وايي چې دا کسان د پنجشنبې په ورځ د لیبا په ساحل کې ژغورل شوي دي. مالیا وايي ژغورل شوي کسان ښه دي، خو یوازې د دوو کسانو پښې ماتې شوي او یو څو نور هم سرسري ژوبل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي چې د ۲۰۱۶ کال تر اکتوبر پورې څه باندې ۱۵۳۰۰۰ کډوال د مدیترانې د سمندرګي له لارې اروپا ته رسيدلي دي خو زرګونه کسان یې په لاره کې مړه شوي او یا هم په سمندر کې غرق شوي دي.

په کډوالو کې یې ډېر د سوریې، عراق، افغانستان او لیبیا وګړي دي چې د جنګ جګړو له ویرې له خپلو کورونو او هېوادونو څخه تښتېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې حکومت د کډوالو یو لوی او مشهور کمپ، کلی، وران کړی او کډوال يې په بېلابېلو مرکزونو کې ځای پر ځای کړي چې یا به منل کیږي او یا به هم شړل کیږي. په دغو کډوالو کې یې هم ډېر افغانان دي.

XS
SM
MD
LG