د لاس رسي وړ اتصالات

هالېنډ د نویو کډوالو د منلو ریکارډ جوړ کړ


په هالېنډ کې د ۲۰۱۵ کال تر نومبره پورې ۵۴۰۰۰ کسانو د پناغوښتنې عریضې کړي دي.

په هالېنډ کې د ۲۰۱۵ کال تر نومبره پورې ۵۴۰۰۰ کسانو د پناغوښتنې عریضې کړي دي.

هالېند د اروپا د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې سږ کال یې ډېر کډوال او پناه غوښتونکي منلي دي. په هالېنډ کې وار دمخه ۵۴۰۰۰ پناغوښتونکي او کډوال منل شوي او مېشت کړل شوي دي.

د هالېند د کډوالو د برخې مشر رنجر وایسر وایي له دویم نړیوال جنګ څخه وروسته ګاناډا د ډېرو پناه غوښتونکو د جذبولو او منلو یو نوی تاریخ جوړ کړی دی.

دی وايي " موږ هیله مند یو چې سږکال د ډېرو پناه غوښتونکو د جذب ریګارډ جوړ کړو."

ښاغلی رنجر د اسوشیتت پرس خبري اژانس ته وویل " موږ ته د تېرې میاشتې تر نیمايي پورې د ۵۴۰۰۰ کډوالو غوښتلیکونه رسېدلي وو، د ډسمبر شمېرې به هم ور زیاتې کړو چې څو زره نور کسان دي."

هالېنډ تر دې وړاندې په ۱۹۹۴ کال کې د بالکان د جګړې او د پخواني یوګوسلاویا د حکومت د پاشل کېدو پر مهال ډېر پناغوښتونکي منلي وو چې ۵۲۵۰۰ کډوال وو.

د ۲۰۱۵ کال په شمېرو کې هغه کډوال هم شامل دي چې نورو هېوادونو يې عریضې رد کړي او هغوی بیا هالېند ته تللي دي.

چارواکي وايي په کډوالو کې يې ډېر د سوريې دي چې د جنګ جګړو له کبله تښتېدلي دي.

دا مهال په هالېنډ کې په اوسط ډول د اوونۍ ۱۷۰۰ کسان د پناغوښتنې عریضې سپاري، خو دوه میاشتې وړاندې دغه شمېره ۴۲۰۰ وو.

په یادو شویو کډوالو کې ۲۶۱۷۰ د سوریې دي چې هالېنډ ته د روغلو ټولو کډوالو شاوخوا ۴۸ فیصده جوړوي. ۸۰۵۰ نور یې د ارېتریا او پاتې ۴۵۸۰ نور یې بیا فلسطینیان دي.

چارواکي وايي دوی هالېنډ ته په دومره ډېر شمېر کې د کډوالو د راتلو اټکل نه و کړی.

XS
SM
MD
LG