د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته راتلونکي په زرګونه کډوال نیول شوي


Immigration Overload-Detention
Immigration Overload-Detention

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي تېر کال د نړۍ د بېلابېلو برخو نه امریکا ته راتلونکي زرګونه کډوال د مکسیکو په سرحد کې نیول شوي دي.

د کورني امنیت د وزارت د معلوماتو په اساس په نیول شویو کسانو کې ۸۰۰۰ د هند، چین، رومانیا، بنګلدېش او نیپال وګړي دي، چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر او اګست ترمنځ میاشتو کې نیول شوي دي.

چارواکي وايي د مکسیکو له لارې او هغه هم په قاچاقي ډول امریکا ته د دغو هېوادونو د خلکو راتګ نوې او حیرانونکې خبره ده. په نورو کډوالو کې بیا ډېر یې د لاتینې امریکا وګړي دي.

په عمومي ډول په ۲۰۱۵ کال کې ټولټال ۴۰۸۰۰۰ کډوال چې غوښتل یې مکسیکو ته ننوځي نیول شوي دي. مکسیکو له امریکا سره ګډه پوله لري چې کډوال د قاچاقبرانو په مرسته بیا امریکا ته اوړي.

د اسوشیټډ پرس اژانس وايي چې په مکسیکو کې په ناقانونه ډول د کډوالو د راتګ مسئله ډېره جدي وه، مګر په دې وروستیو کې امریکا ته په خپله د مکسیکو د کډوالو راتګ کم شوی دی.

د کډوالو د برخې یو شننونکي ویکټور منجریز وايي د مکسیکو له لارې د نورو هېوادونو د کډوالو راتګ باید د امریکا لپاره د اندېښنې وړ خبره وي.

په همدې حال کې له امریکا سره په سرحد کې د مکسیکو نیول شوي زرګونه کډوال بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي، خو د نورو هېوادونو د وګړو خبره بیا جلا ده، د نورو هېوادونو وګړي بندي کیږي، چې د شړلو او نه شړلو پرېکړه یې محکمه کوي.

چارواکي وايي د کډوالو په توقیف خانو کې یې په تېرو څو اونیو کې شاوخوا ۴۰زره کډوال ساتلي دي، حکومت په دغو توقیف خانو کې یوازې د ۳۴زره کسانو د ساتلو لپاره بودیجه ټاکلې ده.

خو اوس اندېښنه دا ده چې که د کډوالو شمېر زیاتیږي، ورسره باید بودیجه هم زیاته شي. داسې ویل کیږي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به تر ۱۳۰ میلیونه ډالرو ډېرې بودیجې ته ضرورت وي.

چارواکي وايي د جنورۍ او اګست میاشتو ترمنځ ۷۰۰۰ افریقایان نیول شوي چې د مکسیکو له لارې یې امریکا ته د تللو هڅه کوله. په ۲۰۱۳ کال کې د مکسیکو د کډوالو ادارې د اسیا او افریقا د هېوادونو ۱۰۰۰ کډوال نیولي وو، خو اوس دا شمېره ۱۱۰۰۰ ته پورته شوې ده.

XS
SM
MD
LG