د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي کمیسیون مشر وايي باید ۱۲۰زره نور کډوال هم ومني


د صربستان سره په پوله د هنگري د مهاجرو کمپ ته نوي راغلي پناه غوښتونکي
د صربستان سره په پوله د هنگري د مهاجرو کمپ ته نوي راغلي پناه غوښتونکي

د اروپايي ټولنې د اجرایي څانگې مشر نن وویل چې ددې ټولنې دوه ویشت غړي باید دیته اړشي چې هغه نور ۱۲۰ زره کسان ومني چې د لویو خطرونو په منلو سره د یونان، ایټالیا او هنګري له لارې اروپا ته راغلي دي.

د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلاد جنکر له اروپايي پارلمان ددې نوې غوښتنې په کولو سره وویل چې د هغه د نوي پلان له مخې به د هغو مهاجرینو شمیر تر یو سل او شپیتو زرو پورې ورسي چې بیړني انتقال ته اړتیا لري.

هغه وویل " ماته هغه هېوادونه معلوم دي چې لومړی ورتهزیاتره مهاجرین رسیدلي دی،دغه هېوادونه ایټالیا، یونان او هنګري دي مونږ هغوی یوازې نشو پریښودلی چې له دغې سترې ستونزې سره مقابله وکړي. "

ښاغلي جنکر په داسې حال کې چې د لومړنیو څلویښتو زرو کسانو د ویشلو په اړه یې د غړیو هیوادونو ترمنځ د اوږد بحث او چنو وهلو یادونه کوله وویل چې دا ځل به دا کار د یو مکلفیت له مخې ترسره شي.

ده وویل " دې کمیسیون اوس نه، بلکه د مۍ په میاشت کې د یو بیړنې میکانیزم په اړه وړاندیز کړی دی چې له ایټالیا او یونان نه به هغه څلویښت زره کسان انتقالوي چې د نړیوالې ساتنې په لټه کې دي. همدا وجه ده چې نن مونږ له ايټالیا، یونان او هنګري نه د ۱۲۰ زرو نورو کسانو د انتقالولو لپاره یو دوهم میکانیزم وړاندې کوو."

ښاغلی جنکر له غړیو هیوادونو نه وغوښتل چې د سپتمیر په څوارلسمه نیټه دې په بروکسل کې د کورنیو چارو د وزیرانو په شوری کې دغه وړاندیز تصویب کړي.

دی وايي "مونږ د ۴۰ زرو کسانو په اړه نهغږیږو. مونږ د۱۲۰ زرو کسانو په اړه خبرې کوو. دا د یو داسې کسانو شمیر دې چې اروپايان یې باید مسولیت واخلي او په خپل غیږ کې یې ومني. زه هیله لرم چې هر څوک به په دې کې برخه واخلي. د اوس وخت لپاره اقدام ته اړتیا ده."

بل لوري ته، هغه مهاجرین چې د هنګري پولې ته نږدې په یو موقتي کمپ کې ګیر پاتې دي، شکایت کوي چې د شپې هوا ډېره یخه وي.

چارواکي زیار باسي چې هر چاته مناسبې آسانتیاوې برابرې کړي، خو اوس هم زیات خلک له کمپ نه بهر پاتې دي.

همداراز رضاکارانو مهاجرینو ته ځینې خیمې برابرې کړي دي خو زیاتره خلک پر ځمکه ویده کیږي چې ځینې وختونه حتی نیالۍ هم نه لري.

حامد سوري مهاجر دی"سخت ساړه دی، خو یو زیات شمیر خلک دلته له مونږ سره د خوړو او اوبو مرسته کوي."

په داسې حال کې چې په هنګري کې رضاکاران له مهاجرینو سره مرسته کوي، په دې هیواد کې د یوې شخصي تلویزیوني شبکې یوه عکاسه وروسته له هغه له خپلې دندې ګوښه کړل شوه چې د هغې یوه ویډیو په داسې حال کې په انټرنټ کې خپره کړه چې له پولیسو نه تښتیدونکي مهاجرین یې په لغته وهل.

د مهاجرینو اوسني بحران د آسټرالیا صدراعظم ټوني ایبټ هم دیته وهڅاوه چې نن د هغو دولسو زرو مهاجرینو د آبادولو په اړه ژمنه وکړه چې په سوریه او عراق کې د جګړې له امله بې ځایه شوي دي. هغه همداراز ژمنه وکړه چې له هغو بې ځایه شویو خلکو سره به په اضافي ډوله مستقیمه مرسته وکړي چې ددغو دووهیوادونو په ګاونډیو هیوادونو کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG