د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان بلاول بهټو ته "محترمې" ویلو سخت غبرگونونه پارولې


بلاول بهټو د پاکستان د پیپلزگوند مشر دی
بلاول بهټو د پاکستان د پیپلزگوند مشر دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغه هیواد د سیاسي مخالفه گوند مشر بلاول بهټو زرداري ته "محترمې بلاول" ویلو سختې نیولې پارولې دي

عمران خان په شمالي وزیرستان کې یوې غونډې ته په وینا کې خپل سیاسي مخالف یعني بلاول بهټو ته 'محترمې' (یعني ښځه) وویل چې دغه عمل یې په ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو د فعالانو لخوا سخت وغندل شو.

عمران خان د بلاول بهټو په اړه وویل: "محترمې بلاول بهټو صاحبه، زه ستا پشان نه یم چې د مور له برکته مې سیاسي گوند ترلاسه کړیدی.

بلاول بهټو اکثر په پارلمان کې د عمران خان د حکومت په پالیسیو انتقاد کوي.

بلاول د عمران خان د څرگندونو په ځواب کې یو ټویټ وکړ او ویې لیکل:

"هغه څه خبره وه چې ( عمران خان به کوله) چې وړو اشخاصو ته لویې څوکۍ ورکول شویدي؟"

ایا نارینه ته ښځه ویل د هغه توهین دی؟

دا لمړی ځل نه دی چې د هیواد یو مشر د بل نارینه د سپکاوې په خا‏طر هغه ته د ښځې خطاب کوي. د نړۍ په مختلفو ټولنو کې دا ډول رویې پخوا هم لیدل شویدي.

د عمران خان وینا ته یوې خوا د بلاول سیاسي پلویان ځواب ورکړ نو بلې خوا ته د پاکستان مشهورو ښځو هم دغه رویه ناسمه وبلله.

د پاکستان یوې مشهورې خبریالې عاصمه شیرازي په خپل ټویټر ولیکل

"صدراعظم ناسمه او د ښځو نه د کرکې څرگندونکي خبره کړیده. مونږ د چا نه د دې ډول رویې تمه نه لرو او په خاصه بیا د یو صدراعظم نه."

د پیښور پوهنتون پروفیسرې نورین نصیر د عمران خان د دغې خرگندونو په اړه امریکا ته وویل چې د ښځو نه کرکه کول نوي خبره نه ده.

نورین نصیر زیاته کړه: "کله چې په ټولنې یو څوک د سړي سپکاوې کول غواړي او ورته ویل غواړی چې ته بیکاره یې او د بې گټې یې نو هغه د ښځې سره پرتله کوي، هغه ته د ښځې خطاب کوي. او چې کومه ښځه باتوره وي، کامیابه وي نو هغې ته نارینه ویل کیږي."

نورین نصیر وایي چې په ټولنه کې دا رویه عام ده خو دا ډیره د خپگان وړ خبره ده چې د یو ملک صدراعظم دا ډول خبره وکړي.

نورین وویل چې په ټولنې کې د ښځو ضد د تشدد او سپکاوې د ختمولو لپاره دا ضروري ده چې د ښځو درناوې وشي او د هغوي په اړه د ټولنې رویه تغیر وخوري.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG