د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان وايي، مظاهرې ډيموکراسۍ ته خطر نه دي


په پاکستان کې د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان د یکشنبې په ورځ هغه تورونه رد کړل چې گوندې په اسلام اباد کې د حکومتي ادارو او د نورو کاروبارونو د تړلو په هکله د هغه پلان به په پاکستان کې پوځي کودتا ته لاره هواره کړي.

عمران خان وایي چې نوازشریف د دې لپاره چې د خلکو مظاهرې وځپي، دا خبرې کوي.

نوموړي چې د کرکټ پخوانی لوبغاړی دی، ژمنه کړیده چې د چارشنبې په ورځ به یو میلیون کسان د مظاهرو لپاره په اسلام اباد کې راغونډ کړي چې هدف یې په موجوده حکومت لا زیات فشار راوړل دي.

دوی د پاکستان په صدراعظم نوازشریف فشار اچوي چې یا د خپلې دندې نه استعفی وکړي او یا دې د پاناما پیپرز د هغو انکشافاتو په هکله تحقیقات وکړي چې وایي د نوازشریف کورنۍ د هیواد نه د باندې غیرقانوني پېسې لري.

په پاکستان کې حکومتي گوند چې د مسلم لیگ نون گوند نومیږي، په عمران خان تور لگوي چې غواړي حکومت کمزوری کړي او پوځ ته موقع برابره کړي چې کودتا وکړي. په پاکستان کې پوځ دی او پخوا یې څو ځله کودتاگاني هم کړیدي.

د روټرز خبري اژانس د تحریک انصاف د گوند د مشر عمران خان سره په اسلام اباد کې د هغه په کور کې ځانگړي مرکه کړیده.عمران خان وویل چې پولیسو د هغه کور د دې لپاره محاصره کړیدي چې هغه د چهارشنبې په ورځ کور کې دننه پاتي شي.

په دی برسیره پولیسو د هغه د گوند پلویان هم نیولي دي. عمران خان په ځان لگیدلي هغه تورونه په کلکه رد کړل چې گوندي دی غو اړي پوځ کودتا وکړي.

هغه وویل "یو دیموکرات څنگه غوښتلی شي چې پوځ قدرت ونیسي. شریف به ځواب ورکوي، هغه ځان په دې نه شي خلاصولی."

د پاکستان پوځ د چارشنبې د ورځې د خلکو د مظاهرو په هکله د تبصرې نه ډډه کړیده.

XS
SM
MD
LG