د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان ٥٩٠٠ کسان په ایډز اخته دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي ۵۹۰۰ کسان د ایچ ای وي یا ایډز په ناروغۍ اخته دي چې تر نیمایي زیات یې زرقي معتادین دي.

وزارت وايي چې تېر کال ۲۸ د ایچ آی وي، یا ایډز ناروغان په افغانستان کې مړه شوي دي.

خو دغه وزارت وایي چې د خطرونو د کمښت د نړیوالې ادارې د رپوټ له مخې افغانستان له ایډز سره د مبارزې او د ایچ ای وي ناروغانو د درملنې په لار کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې تر جاپان، هند، کوریا او پاکستان په ښه ځای کې راغلی.

دغه اداره دا هم وایي چې افغانستان د ایډز سره د مبارزې له اوو برخو څخه په شپږو کې مهم ګامونه پورته کړي.

د عامې روغتیا د وزارت سرپرسته ډاکټره مموسۍ زیور وايي چې په ایچ ای وي له اخته ناروغانو څخه تر نیمايي یې زیات زرقي معتادین دي چې د نشه یي توکیو د پیچکاري کولو له لارې پدې ناروغۍ اخته شوي دي.

ددې وزارت چارواکي وايي چې د ددغې ناروغۍ د وقایې او درمنلې لپاره یې خپل خدمات له ۸ څخه ۱۵ ولایتونو ته غځولي او تر څنګ یې د معتادینو لپاره هم په لویو ښارونو کې د درملنې پروګرامونه پېل کړي.

په افغانستان ٥٩٠٠ کسان په ایډز اخته دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په داسې حال کې چې د پیچکارۍ له لارې د نشه یي توکو اخیستنه د ایچ ای وي وایروس د لېږد تر ټولو لوی لامل بلل کیږي، په کابل ښار کې په لسګونو معتادین په ښکاره نشه یې توکي اخلي چې خلکو ته یې سرخوږی رامنځ ته کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې به د روان کال تر پایه د ایچ آی وي نیم هغه ناروغان چې په نشو روږدي دي، د مصنوعې نشې له لارې د درملنې په پروګرام کې شامل کړي.

XS
SM
MD
LG