د لاس رسي وړ اتصالات

په تیرو کلونوکې د غزني ۳۰ لوړپوړي چارواکي وژل شوي


د غزني ولایت د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې شمیرل کیږي چې په یو شمیر سیمو کې مخالف وسله وال هم فعالیت کوي
د غزني ولایت د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې شمیرل کیږي چې په یو شمیر سیمو کې مخالف وسله وال هم فعالیت کوي

په تیره څه باندې یوه لسیزه کې په غزني کې ددغه ولایت په دیرشو وژل شوو چارواکو کې پخوانی والي او نور لوړپوړي ملکي او امنیتي چارواکي شامل دي

د غزني سیمه ایز چارواکي وایي چې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله په دغه ولایت کې په زیات شمیر ولایتي چارواکي د افغان حکومت د مخالفو وسله والو په لاس وژل شوي دي.

دغه چارواکي وایي چې د ناامنۍ کچې ته په کتنې په دغه ولایت کې د ولایتي چارواکو پر وړاندې ګواښونه لا زیات شوي دي.

مولوي تاج محمد مشهور په مولوي قاري باب د طالبانو له ماتې وروسته د غزني لومړنی والي په ۲۰۰۲ کال کې د مخالفو وسله والو له خوا ووژل شو، چې ورسره د نورو چارواکو د وژلو لړۍ هم پیل شوه.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته وویل چې قاري بابا هغه وخت ووژل شو چې هغه ددغه ولایت والي نه وو.

ښاغلي احمدي وویل "د قاري باب له وژلو وروسته محمد کاظم الله یار د والي مرستیال په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو، په مجموعي ډول د سولې د عالي شورا له رئیس څخه نیولې ،د ولایتي شورا د رئیس پورې یو شمیر ولسوالان ،د ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې لوړ پوړي دولتي چارواکي په تیره یوه لسیزه کې د مخالفو وسله والو په لاسونو وژل شوي دي ".

د تیرې پنجشنبې په ورځ د غزني د جغتو ولسوال د دغې لړۍ وروستی حکومتي چارواکی دی چې تراوسه په غزني کې د مخالفو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د غزني ولایتي چارواکي وایي ددغه شمیر سربیره تر اویا پورې ملکي کسان چې قومي مشران او مخور په کې شامل دي په تیرو لسو کلونو کې په دغه ولایت کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG