د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د جنازې د موټر ټکر ٣۴ تنه ووژل


هند: د جنازې د موټر ټکر ٣۴ تنه ووژل
هند: د جنازې د موټر ټکر ٣۴ تنه ووژل

د هند پولیس وایی چی یوه سرویس اوټونس موټر سره ټکر کړی او ٣۴ تنه په کې مړه شوي دي. په مړیو کی د سرویس موټر موټروان هم شامل دئ او یو شمیر نور زخمي شوي دي.

د پیښی د تحقیق وروسته ویل شوي چی په ټونس موټر کی کوم کسان چی سواره وو هغوی د یوی جنازی د مراسمو نه بیرته خپلو کورونو ته روان وو چی د اوتار پردیش په ایالت کی د بادوان ښارگوټی ته نژدی د هغوی موټر ټکر شو.

د نړۍ روغتیایی سازمان وایی چی په هند کی د ټولی نړۍ په نسبت زیات خلک په ترافیکی پیښو کی مړه کیږي.

چارواکي وایی چی په هند کی هر کال د یو لکو لسو زرو نه زیات خلک په ترافیکی پیښو کی مړه کیږی چی علت یی زیات د موټرو سرعت ، خراب سړکونه او د عوارضو ډک موټر دي.

XS
SM
MD
LG