د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي هند دې د "افغان ملت" سره دښمني نه کوي


آرشیف
آرشیف

طالبان د هند څخه غواړي چې افغان پوځ ته دې نظامي تجهیزات نه ورکوي ځکه ددوي په وینا دا د افغانستان د جګړه ځپلي هیواد سره ،،واضح دښمني،، ده.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په عامه د هند پر مرستو نیوکه کوي او ادعا کوي چې هغه وسلې او الوتکې چې هند د افغانستان پوځ ته ورکوي، د افغانستان پوځ یې پر ملکیانو استعمالوي او د خلګو کورونه او نور ملکي تاسیسات پرې ویجاړوي.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد نن د یکشنبې په ورځ وویل چې ،، اسلامي امارت دغه عمل په سختو الفاظو غندي.،،

هند په دې ورستیو کې د افغانستان پوځ ته څلور ام ۲۵ هلیکوبترې ورکړې چې د افغان ځواکونو سره د هغوي په ځمکنیوو عملیاتو کې مرسته وکړي. دغه راز هند هرکال د افغان ملي امنیتي ځواکونو په سلګونو سرتیري په خپلو پوځي اکاډمیوو کې روزي.

مجاهد په خپرې سوې بیانیې کې ویلي دي چې ،،هند باید افغانستان ته د هغو وسایلو صادرول بند کړي چې ځینې د افغانستان د ویجاړولو په خاطر کار اخیستل کېږي او دا چې هند په خپلو پوځي مرستو باندې د فاسد حکومت د بقا دپاره کار کوي.،،

هغه پر افغان ملي امنیتي ځواکونو باندې تور ولګوی چې د هندي هلیکوبترو څخه افغان ځواکونو په دې ورستیو کې کار واخیستی او په شمالي ولایت کندز کې یې یو مهم پل ویجاړ کړ.

مجاهد زیاته کړه چې ،، د هند د مرستې څخه بل هیڅ تعبیر نسي اخیستل کیدای پرته له دې څخه چې دا د افغانستان د خلګو سره دښمني وګڼل سي.،،

د هند څخه د نیکولسن غوښتنه

په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن تیره میاشت نوي ډهلۍ ته سفر وکړ او د هندي چارواکو څخه یې وغوښتل چې د کابل سره دې پوځي مرستې زیاتې کړي.

هغه داسې وویل ،،زه پوهیږم چې افغان چارواکو د نورو هلیکوبترو غوښتنه کړې ده. افغانستان جدا نورو هلیکوبترو ته اړتیا لري. کله چې دغه هلکیوبترې راورسیږي نو سمدستي ځیني په جنګ کې کار اخیستل کېږي.،،

طالبان په داسې حال کې پر هند انتقاد کوي چې پر خپلو طالبانو باندې انتقاد کېږي چې د پاکستان د استخباراتو د سازمان سره اړیکې لري او د هغوي څخه هدایت اخلي.

افغان، هندي او امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان د استخباراتو سازمان په پټه د طالبانو څخه ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ځای ورکړی چې پر افغانستان باندې بریدونه پلان او اجرا کړي.

خو اسلام آباد دغه تورونه ردوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پوځ لوی درستیز جنرال قدم شا شهیم تیره اونۍ هند ته سفر وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې په دفاعي چارو کې د لازیاتو همکاریوو او اړیکو غوښتنه وکړه.

نوموړي خپل د سفر پرمهال د ام ۲۵ ډوله هلیکوبترو غوښتنه هم وکړه.

هند د ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د ۲ میلیاردو ډالرو په ارزښټ مرستې کړي دي.

څه موده مخکي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت د ستوري ماڼۍ د بیا پرانیستلو په مراسمو کې د ويډیو کنفرانس له لارې افغان ولسمشر اشرف غني ته وویل چې د هند یو اشاره دوه ملیارده خلک په هر حالت کې د افغانستان په څنګ کې ولاړ دي او دا چې هند به د افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG