د لاس رسي وړ اتصالات

هند او افغانستان: تندلارو ته د پټیدو ځای باید ورنکړل شي


هند او افغانستان: تندلارو ته د پټیدو ځای باید ورنکړل شي

هند او افغانستان: تندلارو ته د پټیدو ځای باید ورنکړل شي

د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په نوي ډهلي کي خپلي خبرې پای ته ورسولې او دواړو دا هوډ وکړ چی د تروریزم سره په مبارزه کي به په گډه کار کوي.

د پرون ورځي د خبرو نه وروسته زلمي رسول او ایس ایم کریشنا موافقه وکړه چی تروریزم ډیر لوی خطر دی او په سیمه کي سوله او ثبات تهدیدوي.

که څه هم چی دوی دواړو د پاکستان نوم وانه خیست، خو ویې ویل چی تندلارو ته چی په افغانستان او نورو هیوادونو کي حملې کوي باید د پټیدو خوندي ځایونه ورنه کړه شي.

افغانستان او هند دواړه د پاکستان سره چی د اوږدې مودې راپدې خوا دا شک په راځي چی په خپله خاوره کي دننه د یاغیانو ملاتړ کوي، خړپړ روابط لري.

دواړو وزیرانو د افغانستان په هغه نقش باندي هم خبري وکړې چی د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د تجارتي لاري په اړه یې لوبوي.

XS
SM
MD
LG