د لاس رسي وړ اتصالات

دهند صدر اعظم دافغانستان د سولی د پلان ملاتړ کوي


دهند صدر اعظم دافغانستان د سولی د پلان ملاتړ کوي

دهند صدر اعظم دافغانستان د سولی د پلان ملاتړ کوي

دهند صدر اعظم دافغانستان د سولی د پلان ملاتړ کوي؛ هغه دافغانستان اولسی جرگی ته ووېل چې دی د کابل له خوانه د سولی دپلان چې له طالبانو سره پخلاینه وشی ملاتړکوي. من موهنسنگ د افغانستان د اولسی جرگې غړېو ته د جمعې په ورځ ووېل چې هند غواړي افغانستان دخپلې ملی پخلاېنې په بهېر کې برېالی شی.

من موهنسنگ زېاته کړله چې پکارده افغانستان دخپل هېواد د اېنده لپاره له بهرنېو لاسوهنو نه پرته فېصله وکړي.

رپوټ وايیي دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی هم د اولسي جرگې د جمعې دورځې په دغه غونډه کې حآضر و. من موهنسنگ ، دافغانستان جمهوررئېس سره د پنجشنبی په ورځ دېوه ملاقات په ترڅ کې افغانستان اوپاکستان دېته وهڅول چې دترهگرۍ دمصېبت دپاې ته رسولو په برخه کې په گډه کار وکړي.

هند پخوا د پخلاېنې له مسلی نه په دې خاطر پرېشانه و چې که له ېاغېانو سره سوله وشی نو دا به پاکستان ته په افغانستان کې غټ قدرت ورکړي. پاکستان دهغو درې هېوادونو په جمله کې و چې طالبان ېې د 1990 په لسېزه کې دقدرت په وخت کې په رسمېت پېژندلی وو.

هند اوپاکستان دواړه په افغانستان کې دسېاسي اثر اورسوخ دلرلو لپاره هڅې کوي. دهغوی هڅې په دې برخه کې له هغه نه وروسته نورې هم زېاتی شوېدي چې امرېکا اعلان وکړ چې خپلې قواوی به په تدرېجی ډول له افغانستان څخه وباسي.

رپوټ وايی دهند صدراعظم من موهنسنگ افغانستان ته د 500 ملېونه ډالرو ورکول، دنوې مرستې دورکولو په توگه افغانستان ته، اعلان کړل. دا مرسته له هغی نه پرته ده چی هند تر $1.3 بلېونو نه زېاتی مرستې وعده کړېده چې دافغانستان له حکومت سره مرسته وکړی چې د اولسی جرگی وداني پرې اباده کړي ، لوېې لاری پرې ابادې کړي او د روغتونو او انرژۍ په برخه کې ولگول شي.

دهند مشر داسامه بن لادن دمرگ په برخه کې هم د تحقېقاتو لپاره غږ وکړچې اسامه بن لادن څنگه دنظآمي قشلې په محوطه کې د پاکستان پاېتخت اسلام اباد ته نېژدی ژوند کولی شي. هغه ووېل دې کار په کابل او نوي ډېلي کې شکونه زېات کړېدي چې اسلام اباد دهغو ترهگرانو ملاتړ کوي چې هند او افغانستان ېې په نښه کړیدي.

XS
SM
MD
LG