د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له هند څخه هيليکوپټرې اخلي


 افغانستان د ملي امینت شورا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ښاغلی اتمر به د هندي مشرانو سره د ترهگرۍ په ضد جگړې او د هوایي پوځي مهماتو په اړه خبرې وکړي.
افغانستان د ملي امینت شورا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ښاغلی اتمر به د هندي مشرانو سره د ترهگرۍ په ضد جگړې او د هوایي پوځي مهماتو په اړه خبرې وکړي.

افغانستان د طالبانو په ضد عمليات لپاره له هند څخه څلور جنگي هيليکوپتر اخلي. دا د متحدینو په لټونه کې د کابل کوچنی خو مهم اقدام بلل کیږي چې ښایي د پاکستان د انديښنې سبب شي.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوړې کولو وروسته سمدستي په داسې حال کې له هند څخه د پوځي مرستو هڅه ودروله چې د پاکستان سره يې د څو کلونو راهسې د روان تاوتريخوالي د کمولو او د افغان طالبانو د مذاکراتو ميز ته د راوستلو لپاره یې له پاکستان د پوځي او سیاسي مشرانو سره ليدنې کړې وې.

خو په کابل کې د گڼو بمي چاودنو څخه وروسته ښاغلي غني تور ولگاوه چې ددغه بریدونو دسیسه په پاکستان کې جوړه شوی وه. ورپسې طالبانو د لنډ وخت لپاره د کندز ښار د نیولو په گډون د افغانستان د یو شمیر ښارونو نه راتاو شوي دي چې دغه کار ددې سبب شو چې افغان حکومت د سيمې نورو هيوادونو څخه په مرستې اخستو غورکوي.

پاکستان د افغانستان تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د يو امن، باثباته او سوکاله افغانستان لپاره به خپله مرسته او ملاتړ جاري وساتي.

د رويټرز اژانس د په ډهلي او کابل کې د خبرو منابعو په وینا وایي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنيف اتمر له هند څخه د روسي ايم ائی ٢٥ هيليکوپترو د اخستو د معاملې د بشپړولو لپاره په همدې اونۍ کې موي ډهلي ته روان دی.

چارواکي وایي افغاغنستان د طالب جنگيالو په وړاندې د مبارزې لپاره هوایي ځواک او په ځانگړې توگه توپ لرونکو هیلکوپترو ته اړتیا لري.

په داسې حال کې چې د امريکا متحده ایالاتو افغان ځواکونو ته د سپکو مکډونلډ ډگلس ايم ډي ٥٣٠ هيليکوپترو د ورکولو سره موافقه کړې چې په وسلو سمبالیدای شي خو زیات شمیر افغان منصبداران مضبوطو روسي هيلي کاپټرو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغانستان د ملي امینت شورا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ښاغلی اتمر به د هندي مشرانو سره د ترهگرۍ په ضد جگړې او د هوایي پوځي مهماتو په اړه خبرې وکړي.

په ٢٠١١م کال کې د افغاسنتان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون له لاسلیک وروسته به دا لومړی ځل وي چې د جنگي الوتکو په ورکولو سره هند، افغانستان ته تعرضي وسلې لیږدوي. د همد او افغانستان ترمنځ په ستراتیژیک تړون د هند عمده سیال پاکستان د ناخوښۍ څرگندونه کړې وه.

له دې وړاندې هند افغانستان ته سپکې هيليکوپترې او موټرې او افغان پوځيان یې روزلي وو.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له هند څخه د جنگي هيليکوپترو د اخستو د پلان په اړه له تبصرې ډډه کړې خو دومره یې ویلي دي چې دا د هند او افغانستان خپلمنځي مسله ده. د پاکستان پوځ هم په دې هکله کومه تببصره نه ده کړې.

پاکستان دمخه د هند له لوري افغانستان ته د پوځي مرستو ورکړه خپل ثبات ته خطر گڼلی و او په یې ټینگار کړی چې هند دې خپلې هلې ځلې په اقتصادي چارو پورې محدودې وساتي.

افغانستان د هند ترڅنگ له روسیې څخه هم د پوځي مهماتو د اخستلو لپاره مینه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG