د لاس رسي وړ اتصالات

هند به ډیر ژر افغانستان ته څلور هیلیکوپتر ورکړي


د افغانستان وسله وال پوځ هوایي تجهیزاتو او وسایلو ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان وسله وال پوځ هوایي تجهیزاتو او وسایلو ته سخته اړتیا لري.

په افغانستان کې د هند سفیر د افغانستان وسله وال پوځ ته د پوځي وسیلو او تجهیزاتو د برابرولو او د افغان امنیتي ځواکونو د روزولو په اړوند وویل چې هیواد یې د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون په بنسټ د افغانستان بېړنۍ پوځي اړتیاوی څیړي.

د هند سفیر امر سنها، وویل د افغانستان د وسله وال پوځ سره ژمنه شوي څلور هیلیکوپتر به ډیر ژر کابل ته انتقال شي، خو هغه د کوم ټاکلې نیټې یادونه ونه کړه.

په کابل کې د هند سفیر همداشان د پاریس د اقلیم د بدلون د غونډې په څنډه کې په احتیاط سره د افغانستان او پاکستان د مشرانو د لیدنې کتنې هرکلی وکړ.

ښاغلي سنها وویل چې د پاکستان د صدراعظم سره د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني لیدنه یو ښه پرمختگ دی، خو زیاته یې کړه چې باید ولیدل شي چې څه نتیجه ترې حاصلیږي.

ښاغلي سنها وویل چې یواځې د مذاکرې پر میز راټولیدل او د ښو خبرو تبادله د یو هیواد ستونزه نه شي حل کولای. هغه زیاته کړه "کله چې هر کال شاو خوا ۸۰۰۰ انسانان په یوه سیمه کې [افغانستان] وژل کیږي ددې ډول ناستو لومړنۍ غوښتنه داده چې باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي."

د هند سفیر د برتانوي هند د موقت حکومت د سلمې کلیزې په اړوند په کابل کې د دوه ورځني کنفرانس په څنډه کې وویل چې هیواد یې د افغانستان په څیر د پاکستان څخه د راوچته شوې ترهگرۍ په هکله اندیښمن دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني ددې کنفرانس د پرانستلو په وینا کې د هند او افغانستان د اړیکو په تاریخي سیر باندې په ټینگار سره وویل چې د هند سره د افغانستان دوستانه ټولنیزې، مذهبي، ژبنۍ، تاریخي او سیاسي اړیکې زرگونو کالو ته رسیږي.

ښاغلي جهاني زیاته کړه چې هند په وروستیو څلورو لسیزو کې په سختو او ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان په څنگ کې دریدلی او په ټولو پړاونو کې د افغانانو د درد او غم شریک و چې د هغه په باور یوه تصادفي خبره نه بلکې تاریخي ریښه لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فزرهنگ وزیر گاونډیو هیوادونو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان اوس د سولې په ټینگیدو کې همکارۍ ته اړتیا لري او گاونډیان او نژدې دوستان باید د افغانستان سره د امنیت په ټینگیدو او سولې په رامنځ ته کیدو کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG