د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د واگې له لارې هند سره سوداگري غواړي


د هند او پاکستان ترمنځ د واگې ترانزیتي لار
د هند او پاکستان ترمنځ د واگې ترانزیتي لار

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکي وایي چې پاکستان له خوا افغان سوداگرو ته د واګې د بندر له لارې د هند څخه افغانستان ته د وارداتو په سر نه موافقه د اپټا په ترانزیټي تړون کې د تاجکستان د شاملولو په سر د دریو هیوادونو ترمنځ خبرې په ټپه درولي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د سوداګرۍ د چارو مرستیال مزمل شینواري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې په اپټا کې د تاجکستان د شاملولو غوښتنه د پاکستان او تاجکستان له خوا شوې وهو خو په دغه تړون کې د هند د شاملولو غوښتنه د هند له خوا وه چې افغانستان یې هم ملاتړ کاوه.

ښاغلي مزمل وویل "په دې باندې مونږ دوه ځله مذاکرات کړي دي او تقریبآ پنځه نوی فیصده مسایل حل شوي دي. زمونږه، درې عمده مشکله پاتې دي چې یو تاجکستان سره او دوه د پاکستان سره دي".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت دغه چارواکی وایي چې تیره میاشت کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ د مرکزي وزیر د سفر په وخت کله چې هغه د افغان حکومت چارواکو او جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې مسله خبرې وکړې په څرګنده یې وویل چې پاکستان د هند څخه افغانستان ته د واګې له لارې د وارداتو اجازه نه شي ورکولی.

ښاغلي مزمل وویل " هغوی چې دا خبره وکړه زمونږ له طرفه هم ورته موقف همدا واضح شو چې تر هغې چې مونږ هند ته لاره پیدا نه کړو، مونږ دا تړون نه امضآ کوو چې هغه مذاکرات هم اوس په ټپه دریدلي دي ".

مزمل شیواری وایي چې افغانستان د هند سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو امکاناتو څخه کار اخیستل غواړي.

ښاغلي مزمل وویل " د افغانستان د حکومت موقف په دې کې پوره څرګند دی چې په غیر د پوره اکسس نه، هندوستان څخه، مونږ دا تړون نه لاسلیک کوو، پوره اکسس یا دا چې مونږ هم صادرات په ازاده توګه هندوستان ته ولرو او هم د هندوستان څخه واردات ولرو په آپټا کې مونږ ته د وارداتو اجازه یې نه ده راکړی ".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د سوداګرۍ د چارو مرستیال پاکستان سره بله نا حل شوې ستونزه د پاکستان له لارې افغانستان ته د ترانیزیټي مالونو د ضمانت مسله یاده کړه وویل چې په اوس وخت کې افغان سوداګر د مالونو د واردولو په وخت پاکستان ته پنځه ډوله ضمانتونه ورکوي.

مزمل شیواری وایي چې د دوي غوښتنه دا وه چې د ضمانتونو بهیر ساده شي او پړاونه یې هم راکم شي.

افغان حکومت وایي چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو د ایسارتیا د مخینوي او هم نورو ورځنیو ستونزو په هوارولو کې یو لړ ګامونه اخیستی دي چې ورسره د هغوافغان سوداګرو ستونزې هم راکمې شوي چې د دغه بندر له لارې افغانستان ته ترانزیټي مالونه راوړي

ښاغلي شینواري وویل چې د تاجکستان سره لویه ستونزه د ویزې مسله ده چې په کابل کې د دغه هیواد سفارت په ډیر مشکل سره ویزه ورکوي او د ښاغلي مزمل په وینا حتی ویزه یې په تور بازار کې په لوړه بیعه پلورل کیږي چې افغان سوداګرو لپاره تل یو د ستونزو څخه ډکه مسله ده.

ښاغلي مزمل وویل "زمونږ پشنهاد دا و چې باید مونږ سټیکرې ولرو چې هر وزارت خارجه د هر ملک خپلو وګړو ته سټیکرې ورکړي او هغوی وکولی شي چې دغو دریو واڼو ملکونو سره تجارت ولري چې تاجکستان وویل د خپل حکومت سره به په دې مسله خبرې وکړي او بیا به تصمیم ونیسي ".

هغه وویل چې دا ستونزې د دې سبب شوي چې هند او تاجکستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۱ کال کې په نوي لاسلیک شوي ترانزیټي تړون کې شامل نه شي.

افغانستان په لومړي ځل په ۱۹۶۵ کې پاکستان سره یو ترانزیټي تړون لاسلیک کړ چې بیا په اتیاومه لسیزه کې پاکستان په خپله خاوره کې د افغان ترانزیټي مالونو د قاچاق کولو او د دغه هیواد ملي اقتصاد ته د زیان د مخنیوي لپاره یې په دغه تړون کې په یو اړخیز ډول محدویتونه وضع کړل چې ورسره د دغه تړون موثریت ته یې زیان ورسوه.

افغانستان او پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته په ۲۰۱۱ کال کې بل تړون لاسلیک کړ چې افغان او پاکستان حکومتونه وایي چې په د دغه تړون په ډیرو برخو عمل شوی دي او اوس د افغان سوداګرو ډیرې ستونزې چې درې څلور کاله وړاندې یې لرلې حل شوي دي.

XS
SM
MD
LG