د لاس رسي وړ اتصالات

چخانسوري: ولسمشر له هند نه پوځي مرستې نه غواړي


ولسمشر غني هند د افغانستان کلک ملګری بولي
ولسمشر غني هند د افغانستان کلک ملګری بولي

هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لمړۍ ورځ د هند حکومت اعلان وکړ چې له افغانستان سره به یو میلیارد ډالره بلاعوضه مرسته وکړي.

د ولسمشر غني ویاند محمد هارون چخانسوري وايي چې دغه مرستې به په پرمختیايي برخو کې لګول کیږي او په خبره یې د ولسمشر غني د سفر په اجنډا کې د پوځي مرستو خبره شامله نه ده.

ښاغلي چخانسوري امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د هند یو میلیارد ډالر مرسته به په څلورو کلونو کې د افغانستان په پرمختیايي پروژو، پوهنې او روزونې، ساینس او تکنالوژۍ او داسې نورو برخو کې ولګول شي.

ښاغلي چخانسوري وویل چې افغان حکومت به د دغو مرستو د لګولو د څرنګوالي لپاره ډېر ژر پلانونه جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې هند د افغانستان لپاره په راتلونکو دوو کلونو کې ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه هم اعلان کړي دي. د ولسمشر ویاند وویل چې کابل له نوي ډیلي نه غواړي چې دا وارې په تحصیلي بورسونو کې مسلکي بورسونه هم شامل کړي.

محمد هارون چخانسوري هند د افغانستان قوي ملګری یاد کړ او ویې ویل چې له ډیلي سره د کابل کلکه ملګرتیا له نورو هېوادونو او په خاص ډول له پاکستان سره د دښمنۍ او خرابو اړیکو په مانا نه ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:35 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG