د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د منموهن سنګ سره وکتل


ولسمشر حامد کرزی چې هند ته په سفر تللی دی نن د هند د صدراعظم من موهن سنگ سره وکتل چې هندیان وهڅوي چې جنگ ځپلي افغانستان کې پانگه اچوونه زیاته شي.

هندي چارواکي وایي ، ښاغلی کرزی او ښاغلی سنگ به د ستراتیژیک ملگرتوب په موافقې باندې غور وکړي چه تیر کال یې د دې دوه هیوادونو د اقتصادي او امنیتي اړیکو د لا غېښتلي کولو دپاره لاسلیک کړیده.

هند د وخته د افغانستان په بنیادي پروژو کې د دوه ملیاردو ډالرو نه زیاته پانگه اچونه کړې ده.

ولسمشر کرزي نن په نوي ډهلۍ کې د ښاغلي سنگ سره د خبرو نه مخکي د نورو لوړ رتبه مامورینو سره وکتل او د مهاتما گاندي د یادگاري څلي لیدو ته ورغی.
XS
SM
MD
LG