د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو هند ته د اجمل قصاب په خاطر خبرداری ورکړی


تاج هوټل یو له هغو سیمو نه ده چې په ۲۰۰۸ کال کې اجمل قصاب او ملګرو یې برید پرې وکړ
تاج هوټل یو له هغو سیمو نه ده چې په ۲۰۰۸ کال کې اجمل قصاب او ملګرو یې برید پرې وکړ
د پاکستان طالبانوهوډ کړیدی چې په هند کې د اجمل قصاب د په دار ځړولو غچ به واخلي. اجمل قصاب پرون د چارشنبې په ورځ وروسته له هغه نه چې په مرگ محکوم سوی و په ډیره رازدارۍ د پون د ښار په زندان کې په دار وځړول شو.

رپوټ وايي چې قصاب د پون د ښار په زندان کې خاوروته هم وسپارل شو.

د پاکستانی طالبانو نطاق احسان الله احسان نن د پنجشنبې په ورځ خبري اژانسونو ته وویل چې دوي به دهند پر گټو باندېی ترهغه وخت پورې برېدونو ته دوام ورکړي څو پورې چې هغوی د قصاب مړی بیرته دوي ته ونه سپاري او یا یې دهغه کورنی ته په پاکستان کې ونه سپاري.

دهند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید وویل چې دوي دا هڅې وکړې چې د پاکستان د حکومت او یا د قصاب دکورنۍ کوم غړي سره رابطه ټینگه کړی شي خو دوي ته هیڅ ډول درخواست ونه رسیدی چې دهغه مړی ورته وسپاري.
XS
SM
MD
LG