د لاس رسي وړ اتصالات

هند د روسیې پوځ ته د استخدام په تور څلور کسان نیولي


یو شمېر هندیانو ویلي چې دوی په چل د روسیې له پوځ سره په اوکراین کې د جګړې لومړیو لیکو ته لیږدول شوي دي. (عکس: ارشیف)
یو شمېر هندیانو ویلي چې دوی په چل د روسیې له پوځ سره په اوکراین کې د جګړې لومړیو لیکو ته لیږدول شوي دي. (عکس: ارشیف)

هندي چارواکو په اوکراین کې د روسیې له پوځ سره د جګړې لپاره د دغه هېواد د اتباعو د "قاچاق" په تور څلور کسان نیولي دي.

پر اوکراین باندې د روسيې د يرغل د پیل راهیسې، لسګونه زره روسي پوځيان وژل شوي او مسکو په نړيواله کچه د نورو پوځيانو د ګمارلو په لټه کې دی.

د اوکراین په شخړه کې تراوسه لږ تر لږه دوه هندي سرتیري وژل شوي او یو شمېر ګمارل شویو هندیانو فرانس پرس ته وویل چې په پلمه د جګړې لومړیو لیکو ته لیږدول شوي دي.

د سه شنبې په ورځ ناوخته مۍ اوومه (غوايي ۱۸) د هند د تحقیقاتو مرکزي ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د څلورو نیول شويو کسانو له جملې څخه یو تن یې په روسیه کې د هندي سرتیرو د استخدام لپاره د یوې شبکې د ژباړونکي په توګه کار کاوه.

په اعلامیه کې ویل شوي: "د نورو تورنو کسانو په اړه چې د انساني قاچاقبرانو د دغې نړیوالې شبکې برخه دي، تحقیقات دوام لري."

دا کسان دوه میاشتې وروسته له هغه نیول کیږي چې پلټونکو په هند کې په ۱۳ ځایونو کې چاپې ووهلې او یو شمیر کسان یې د پوښتنو لپاره وغوښتل.

د تحقیقاتو مرکزي ادارې وروسته وویل چې دوی لږ تر لږه ۳۵ قضیې موندلي چې له مخې یې، هنديان روسیې ته لیږل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې د روسیې په پوځ کې د شاوخوا ۲۰ هندي اتباعو د خلاصون لپاره کار کوي.

د فبرورۍ په میاشت کې یو شمیر هندي استخدام شویو فرانس پرس ته وویل چې دوی د لوړو معاشونو او روسي پاسپورټونو د ترلاسه کولو په پلمه له روسي پوځ سره یوځای کیدو او د جګړې لومړۍ کرښې ته د تللو لپاره هڅول شوي دي.

پوځیانو وویل چې دوی ته د غیر جنګي رول ژمنې ورکړل شوي خو اوکراین ته له لیږلو دمخه دوی ته د کلاشینکوف او نورو وسلو د کارولو روزنه ورکړل شوې ده.

د روسیې پوځ تیر کال د اوکراین د یو لړ پراخو ځوابي عملیاتو مخه ونیوله، او وروسته یې په لومړۍ کرښه کې په داسې حال کې بریالیتوبونه ترلاسه کړل ځکه چې کیف د مهماتو او جنګیالیو له کمښت سره مخامخ شوی دی.

هند د روسیې اوږدمهاله متحد دی او پر اوکراین باندې د مسکو د برید له څرګندې غندنې څخه یې ډډه کړې ده.

په هند کې د چټکې اقتصادي ودې سره سره بې کاري لوړه ده او لوی شمیر خلک هر کال بهر ته د کار په لټه کې ځي. په زرګونو یې اسرائیل ته تللي چې په غزه کې د حماس وسله والو په وړاندې د جګړې له امله د کارګرانو له کمښت سره مخامخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG