د لاس رسي وړ اتصالات

هند او بنګلدېش د خپلو وګړو د تبادلې تړون لاسلیک کړ


د هند لومړی وزیر کوښښ کوي چې په جنوبي اسیا کې د چین د نفو‏ذ د کمولو لپاره د گاونډیو هېوادونو سره اړیکي قوي کړي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د بنگلدېش سره یو مهم تړون لاسلیک کړ چې په اساس به یې د دواړو هېوادونو هغه زرگونه وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته وسپارل شي چې د څو لسېزو راهیسې په ځینو ځایونو کې ګیر پاتې دي.

د هند لومړی وزیر کوښښ کوي چې په جنوبي اسیا کې د چین د نفو‏ذ د کمولو لپاره د گاونډیو هېوادونو سره اړیکي قوي کړي.

بنگلدېش ته د صدراعظم مودي د سفر تر ټولو مهمه خبره د دواړو هېوادونو په سرحد کې د هغو ځمکو په هکله تړون لاسلیک کول دي چې د یو بل په هېوادونو کې پرتې دي.

په دغو سیمو کې د څو لسیزو راپدیخوا شاوخوا ۵۰زره کسان په ۱۶۰ وړو کلیو کې په ډیر بد حالت کې اوسیږي. د دغه تړون په اساس به اوس دغه سیمې د اړوندو هیوادونو لخوا اداره کیږي او دغه خلک به واک ولري چې د کوم هیواد سره غواړي شامل شي.

دا به لومړی ځل وي چې د دغو سیمو خلک به ښوونځیو، روغتونونو ته قانوني لاس رسی ولري، د دې تړون له برکته به د دې خلکو هغه ستونزې حل شوې چې د مستعمرې د وخت راپدیخوا یې لرلې.

دغه تړون د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مثبت بدلون راولي، تړون او د هند سره د اړیکو پیاوړي کیدل د بنگلدېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد لپاره هم ډیر مهم دي.

په حسینې واجد ځیني غربي هیوادونه دا تور لگوي چې خپل سیاسي مخالفین ځپي.

له بلې خوا د هند لومړی وزیر دتیر کال د انتخاباتو د گټلو نه ورسته د جنوبي اسیا د هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو کوښښ کوي، هغه بیلا بیلو هیوادونو لکه نیپال ، سرېلنکا او بنگلدېش ته سفرونه کړیدي.

ځیني کارپوهان واېي چې چین په سیمې کې د نفوذ‏ لپاره په میلیونو ډالر د بندرونو او سړکونو په جوړولو مصرفوي او پوځي تجهیزات خرڅوي.

XS
SM
MD
LG