د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان سره د شل اوریز کرکټ وروستۍ سخته سیالي هند وګټله


د افغانستان لوبغاړی محمد نبي توپ وهنه کوي.
د افغانستان لوبغاړی محمد نبي توپ وهنه کوي.

د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) په دوهم سوپر اوور کې هند وګټله او دغه لړۍ ۳-۰ د هند په ګټه پای ته ورسېده.

د هند په بنګلور کې، د پچې له ګټلو وروسته کوربه لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې وکړې.

د هند دپاره کپتان روهیت شرما ۱۲۱ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړي ونومول شو. د هند توپ وهونکي رینکو سینګ ۶۹ منډې وکړې.

افغانستان هم په خپل وار په ټاکل شویو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې وکړې او لوبه اضافي یا سوپر اوور ته لاړه.

د افغانستان د پاره رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او ګلبدین نایب درې واړو پنځوسیزې ووهلې او محمد نبي ۳۶ منډې وکړې.

په لومړي سوپر اوور کې افغانستان ۱۶ منډې وکړې او هند هم په ځواب کې ۱۶ منډې وکړای شوې او لوبه دوهم سوپر اوور ته لاړه.

په دوهم سوپر اوور کې هند افغانستان ته د ۱۳ منډو هدف وټاکه، خو د افغانستان دوه لوبغاړي یوازې د یوې منډې کولو وروسته سر په سر وسوځېدل او لوبه د هند په ګټه پای ته ورسېده.

د هند الراونډر شیوام ډوبې د سیریز ترټولو غوره لوبغاړی شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG