د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په گنگا کې د کښتۍ ډوبیدو ٢٠ وژلي


د هند پولیس وایی چی د هند په شمال کی د گنگا په رود کی نن د یوی کښتی په نسکوریدولو سره لږ تر لږه شل تنه په اوبو کی ډوب شوی دی.

چارواکی وایی چی په دی کښتۍ کی تقریبا ٦٥ تنه سواره وو.

یوازی شلو تنو یی وکولای شول چی د رود تر غاړی ځان راورسوی او په نورو کسانو پسی پلټنه روانه ده.

پولیس وایی چی دا پیښه د اترا پردیش د بالیا په ښار گوټی کی شوی ده.

د کښتۍ عمله ویل کیږی چی د کومو مذهبی مراسمو لپاره روان وو او اکثریت ځوانان وو.

په هند کی د ښتیو د ډوبیو پیښی زیاتی دی ځکه چی دغه کښتۍ ډیری نامصؤنه جوړیږی او د بلی خوا هم ډیر کسان پکی سپریږی.

XS
SM
MD
LG