د لاس رسي وړ اتصالات

د هند صدراعظم وايي پاکستان د تروریزم پالونکی دی


هند کوشش کوي پاکستان منزوي او په سرحدي سیمو کې د یاغیانو د فعالولو پرضد یي نړیواله ټولنه متحده کړي.
هند کوشش کوي پاکستان منزوي او په سرحدي سیمو کې د یاغیانو د فعالولو پرضد یي نړیواله ټولنه متحده کړي.

صدراعظم مودي چې د بریکس په نوم د یوې مهمې نړیوال غوڼډې کوربه توب کولو، وی ویل مونږ اقتصادي ثبات ته تر ټولو لوی تهدید تروریزم دی.

هند کوشش کوي پاکستان منزوي او په سرحدي سیمو کې د یاغیانو د فعالولو پرضد یي نړیواله ټولنه متحده کړي.

د بریکس د ډلې مشران چې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا یې غړې دي، نن د هند په گووا ایالت کې راټول شوې دي او پر نړیوال امنیت او اقتصاد خبرې کوي.

خو په همدې وخت کې هند ددی فرصت نه په ګټې یي هغو ګواښونو ته اشاره وکړه چې پدې وروستیو کې د پاکستان سره په سرحدي کرښو شوي دي. د همدې غوڼډې په ترڅ کې هند او روسیې شپاړس امنیتي او تجارتي قراردادونه هم لاسلیک کړل.

دغه پنځه چارواکې د ټولې نړۍ د سم نیمایي وگړو مشران دي.
دغه پنځه چارواکې د ټولې نړۍ د سم نیمایي وگړو مشران دي.

دا اتم ځل دی چې د پنځو مخ پر ودې قدرتونو مشران د هند په تفریحي جنوب غربی ایالت گوا کې راغونډیږي، خو دا پوښتنه ورځ په ورځ زور اخلي چې دغه هیوادونه په نړیوال اقتصاد او سیاست کې څومره نقش لوبولی شي؟

برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا څنگه کولای شي چې هم خپلمنځي سیاسي او اقتصادي سیالۍ وکړي او هم د یو گروپ په شکل کې په نړیوال مالي سیستم کې نقش ولوبوي.

هند او روسیې د بریکس په غونډې کې نظامي او اقتصادي همکاري لا پسې پراخه کړله او پخپلو سرحدونو کې يي د تروریزم په هکله اندیښنه د غونډې د ګډون والو سره شریکه کړله.

مسکو او نوي ډهلي د شنبې اکتوبر ۱۵ باندې د همکاریو بیلا بیل شپاړلس سندونه لاسلیک کړل. یو تړون دا دی چې دواړه هیوادونه به په ګډه دوه سوه نظامي هیلکوپتر جوړوي او بل هند به د روسیې نه د خپلو بحري ځواکونو لپاره پرمختللې جنګي کښتي اخلي چې په آسانۍ سره کشف کیدلی نشي.

هند به همدارنګه د روسیې نه د توغندیو د دفاع سیستم اخلي چې د پاکستان او چین تر منځ په سرحدونو کې به خپلې دفاعي چارې نورې هم قوي کړي.

د تروریزم پر ضد د روسیې ستاینه

ښاغلي مودي وویل هند د زړه له کومې د روسیې څخه مننه کوي چې زموږ د سرحدونو له پورې غاړي د هغې ترهگرۍ پرضد زموږ د گامونو ملاتړ کوي، چې ټولې سیمې ته گواښ دی. ښاغلي مودي وویل موږ دواړه په دې ټینگار کوو چې ترهگر او د ترهگرو ملاتړ کوونکې په هیڅ صورت باید ونه زغمل شي.

د انرژۍ په برخه کې به د روسیې د تیلو ترټولو لوی شرکت، روسي نفت د هند د اسار تیلو په شرکت کې د دیارلس میلیارده ډالرو په ارزښت سهم واخلي.

ددی قرارداد په اړه د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوټین وویل"موږ د ملکي، مسافر وړونکو الوتکو پر جوړولو کار کوو. روسیه د ریل گاډي په برخه کې د هند سره کار کوي. پوځ مو د پوځي صنعت سره کار کوي. موږ پر هند یوازي وسلې نه خرڅوو، بلکې په گډه په هند کې د هند لپاره د پرمختللې تکنالوژۍ وسلې هم جوړو".

هند پدې کوښښ کې دی چې د روسیې سره خپلې اړیکې بیرته قوي کړي ځکه چې هند پدې تازه وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو ته نږدې شوی او بل پلو بیا روسیې د پاکستان او چین سره اړیکې نږدې کړیدي.

د چین جمهور رئیس شي جینپینگ پدې غوڼډه کې وویل "د چین او هند ترمنځ باثباته او مثبته اړیکې نه یوازي د چین او هند له پرمختگ سره مرسته کوي بلکې په نړیوال سیستم کې به د نورو مخ پر ودې هیوادونو د مشروع غوښتنو محافظت هم وکړي".

د هند صدراعظم نریندر مودي د بریکس د غړیو هیوادونو د مشرانو سره په غونډې کې وغوښتل چې د تروریزم سره د مبارزې په هکله هم بحث وشي.

د هند په پوځي اډې د برید نه وروسته چې ګمان کیږي هغو وسله والو کړې وه چې د پټیدو مرکزونه یې په پاکستان کې دي، هندي چارواکو هوډ کړی چې پاکستان به په سیاسي لحاظ یوازې کوي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د هند صدراعظم نریندر مودي د دوه اړخیزه لیدنې وروسته په ګدې اعلامیې کې وویل چې د " تروریستانو او د هغوئ د ملاتړ کوونکو لپاره هیڅ زغم نشته".

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG