د لاس رسي وړ اتصالات

هند ٢٠٥ بوئینگ الوتکې اخلي


د هند دننه د مساپرو شمیر چې د هوا له لارې سفر کوي اوس په کال کې ٧٠ میلیونه دی
د هند دننه د مساپرو شمیر چې د هوا له لارې سفر کوي اوس په کال کې ٧٠ میلیونه دی

د سپس جیت په نامه د هند ارزانه مسافر وړونکی هوایي شرکت غواړي د ٢٢ میلیاردو ډالرو په ارزښت نوې بوئینگ الوتکې واخلي چې وکړای شي خپل داخلي او نړیوال پروازونه زیات کاندي.

د هند د سپیس جیت او د بوینگ کمپنیو یوه گډه اعلامیه چې نن خپره شوی وایي د هغه پلانونو له مخې چې د ٢٠١٦ کال په پای کې طرحه شوي د هند لورې به د ١٠٠ نویو 737 MAX 8s الوتکو په گډون مختلفې الوتکې ترلاسه کړي.

سپیس جیت د هند د هوایي چلند څلورم ستر شرکت دی چې د هند د هوایي چلند ١٢،٩ فیصده مساپر انتقالوي. دغه شرکت هره ورځ د هند او نړۍ ۴١ هوایي ډگرونو ته د ورځې ٣٠٠ الوتنې کوي.

ددې هندي کمپنۍ رئیس اجی سینگ وایي چې له هغه وخت څخه چې په ٢٠٠٥ کې دغه شرکت فعال شوی بوینگ ٣٧٣ د دوی د هوایي چلند اساسي الوتکې دي.

د بوئینگ یو لوړپوړی چارواکی ری کارنر وایي د ٣٧٣ بوینگ الوتکو اقتصادي توب به د سپیس جیت شرکت ته موقع ورکړي چې نوی مارکیټ پرانزي او د هند دننه او بهر خپلې الوتنې پراخې کاندي.

د هند چټکه اقتصادي وده او په دې هیواد کې د مخ په زیاتیدونکې منځنۍ طبقې رامنځ ته کیدل ددې سبب شوي چې دا هیواد د نړۍ د هوایي چلند له چټکو وده کوونکو بازارونو څخه شي.

تیر کال په دې هیواد کې د هوایي چلند د مساپرو شمیر په سلو کې شل زیات شوی او هره اونۍ ددې هیواد شرکتونه نویو سیمو ته خپل پروازونه پیل کوي.

د هند دننه د مساپرو شمیر چې د هوا له لارې سفر کوي په اوس کې ٧٠ میلیونه دی چې د اټکل له مخې به تر ٢٠٢٢ پورې دغه شمیره ٣٠٠ میلیونو ته لوړه شي.

XS
SM
MD
LG