د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د هند په کابینې کې ۱۹ وزیران زیات کړل


د ۱۹ نویو وزیرانو په زیاتولو سره د ښاغلي مودي د کابینې د غړو شمېر ۷۸ ته ورسېد
د ۱۹ نویو وزیرانو په زیاتولو سره د ښاغلي مودي د کابینې د غړو شمېر ۷۸ ته ورسېد

د هند په ۱۹ نویو وزیرانو کې یې یو شمېر د ټېټې طبقي خلک دي. په هند کې لا هم طبقاتي نظام حاکم دی. نویو وزیرانو د هند د ولسمشر پراناب مکرجي په لاس په دندو کې د وفادارۍ لوړې وکړې.

ښاغلي مودي غواړي له دې لارې د ټېټې طبقې د خلکو نور ملاتړ هم ترلاسه کړي، ځکه چې را روان کال په اتار پرادېش، ګجرات او پنجاب کې ایالتي انتخابات کیږي، چې د واکمن، بهارتیا جنتا پارټۍ، ته یې ګټل ډېر مهم بلل کیږي.

د ۱۹ نویو وزیرانو په زیاتولو سره د ښاغلي مودي د کابینې د غړو شمېر ۷۸ ته ورسېد، چې دا په وروستیو څو کلونو کې په هند کې تر ټولو لویه کابینه بلل کیږي.

خو، پر ښاغلي مودي انتقاد کوونکي وايي، چې دغه کار د هغه د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتي ژمنو او شعارونه خلاف دی. نریندرا مودي په انتخاباتو کې ژمنې کړې وې، که صدراعظم شو "حکومت به کموي او حکومتوالي به زیاتوي."

ښاغلي مودي په خپل ټویټر کې د نویو وزیرانو تصویر خپور کړی او هغوی ته یې د نویو دندو مبارکي ورکړې ده.

په نوي ډيلي کې د څار د تحقیقاتي ډلې سیاسي شننونکی منوج جوشي وايي"که په حکومت کې اصلاحات راولئ، خو وزیران او څوکۍکم کړئ. د وزیرانو زیاتول خو کوم اغیز نکوي."

په خپله ښاغلی مودي وايي چې کابینې ته د نویو وزیران زیاتول په کابینې کې د تغیر په مانا نه ده. هغه وايي حکومت یې هڅه کوي چې پراختیايي چارې لا ګړندۍ کړې او ډېر پام به ور واړوي. د نویو وزیرانو دندې او مقامونه به لږ وروسته اعلانیږي.

په پخوانۍ کابینې د کرنې، اوبو رسونې، د سیندونو د پراختیا، قبایلي چارو او بشري منابعو پنځو غړو استعفاوې وکړې، چې نویو وزیرانو ته ځای پيدا شي.

دا تغیرات او بدلون داسې مهال راځي چې د ښاغلي مودي د حکومت دوه کاله پوره شوي.

XS
SM
MD
LG