د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني هندي ګاډي د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي


امباسډر چې له نویو او پرمختلیو ګاډو سره یې لسګونه کلونه رقابت کړی، داسې ښکاري چې نور یې وخت تېر شوی دی .
امباسډر چې له نویو او پرمختلیو ګاډو سره یې لسګونه کلونه رقابت کړی، داسې ښکاري چې نور یې وخت تېر شوی دی .
په هند کې تر ټولو زوړ ګاډی جوړیږي. د امباسډر په نامه دغه موټر چې له نویو او پرمختللیو ګاډو سره یې لسګونه کلونه رقابت کړی، داسې ښکاري چې نور یې وخت تېر شوی دی .

په ډیلي کې د بي بي سي خبریاله انجانا پاشریچا ددغه ګاډي تولید ځنډول شوی او له ډېرو سره دااندېښنه شته چې ښايي امباسډر ګاډي بیا جوړ نه شي .

بلویندر سنګ د هند په پلازمېنه ډیلي کې ټکسیوان دی، ده هېڅلکه هم دا فکر نه و کړی چې د امباسډر پر ځای به کوم بل ګاډي واخلي .

ښاغلی سنګ وايي ( هر څوک زما ګاډی خوښوي، دا یو ارامه او مسترح ګاډی دی .)

پنځوس کاله کیږي چې بلویندر سنګ د هند په پلازمېنه ډیلي کې امباسډر ګاډی چلوي .

د ښاغلي سنګ لپاره دا ښه خبر نه و چې، د هند د موټرو شرکت اعلان وکړ چې د بازار د ټېټې تقاضا او د پېسو د کموالي له کبله، تر دویمې پرېکړې پورې د امباسډر ګاډو جوړول دروي .

خو دا یوازې بلویندر سنګ نه و، دغه اعلان د هند په نورو برخو کې هم ګڼ خلک خواشیني کړل . د امباسډر ګاډي،په ډیزاین او جوړښت کې د برتانیا د موریس اګسفورډ ګاډو ته ورته دی.

کله چې په ۱۹۵۰ کال کې صندوق ته ورته، امباسډر ګاډی چې لنډ او ټیټ پوز لري، بازار ته راووت، له هماغې ورځې تر ۱۹۸۰ لسیزې تر کلونو پورې نورو ګاډو ورسره د هند پر سړکونو سیالي نه شوه کولی
په ۱۹۵۰ کال کې صندوق ته ورته، امباسډر ګاډی چې لنډ او ټیټ پوز لري، بازار ته راووت، له هماغې ورځې تر ۱۹۸۰ کلونو پورې د هند د سړکونو شهزاده بلل کېده.
په ۱۹۵۰ کال کې صندوق ته ورته، امباسډر ګاډی چې لنډ او ټیټ پوز لري، بازار ته راووت، له هماغې ورځې تر ۱۹۸۰ کلونو پورې د هند د سړکونو شهزاده بلل کېده.
امباسډر چې لويي غټې اشارې لري، د لومړي وزیرانو او نورو لوړ پوړیو چارواکو د وړلو راوړلو ویاړ درلود .

دغه موټر چې خلکو د مینې له کبله امبو هم باله،په هند کې د کورنیو د خوښې ګاډی بلل کېده.

خو بازار یې هغه مهال سوړ شو، چې د جاپان د سوزکي موټرو د تولید شرکت له یو هندي شرکت سره په ګډه، د مروتي په نامه ګاډي تولید کړل چې بیه یې هم ارزانه او مناسبه وه .

خو بیا هم امباسډر د خاصو او د شتمنو خلکو ګاډی بلل کېده او له دې اړخه یې خپل ارزښت ساتلی و، دا تر هغه وخته و چې، هند په ۱۹۹۱ کال کې ازاد اقتصاد غوره کړ او د ګاډو یو ستر نړیوال شرکت پېرېدونکو ته یې د نویو او کم مصرفه ګاډو وړاندیز وکړ .

امباسډر له نژدې شپږو لسیزو راپدېخوا لا هم پر خپل پخواني ډیزاین پاتې دی او د حکومت په مرسته تر تېرې یوې لسیزې پورې همدغسې و. دا چې دغه موټر ارزانه دی،ډېرو ټکسيوانانو هم وپېرېدل چې د هغه له دوام سره یې مرسته وکړه .

امباسډر ګاډی د بي بي سي د ټاپ ګیر تلویزوني پروګرام غوره ټکسي هم وبلل شو.

خو په دې وروستیو کې د دغه ګاډي په خرڅلاو کې حېرانونکی کموالی راغلی دی، تېر کال یوازې ۲۲۰۰ عرادې خرڅ شول، په داسې حال کې چې په همدغه موده کې په ټول هند کې یو اعشاریه اته میلیونه ګاډي پلورل شوي دي .

د هند د ګاډو د تولید د ټولنې یو لوړ پوړي چارواکي سوګتا سن وايي، سره له دې چې خلک اوس امباسډر ګاډی نه خوښوي،هغه د هند د میلیونونو کورنیو د ژوند یوه مهمه برخه بلل کیږي.

(موږ چې ماشومان و، امباسډر د هغه وخت یوازینی ګاډی و . له دغه ګاډي سره حساس ارزښتونه تړل شوي دي، خو له بده مرغه که دغه ګاډي بندیږي، نو زموږ د ټولنې لپاره به یو زیان وي .)

سره له دې چې د امباسډر ګاډي د تولید د روان ساتلو هڅې روانې دي، خو داسې انګیرنې شته چې د هغه وخت پر تېرېدو دی .

اوس پر دې خبرې کیږي چې د امباسډر ګاډو ته یو پانګوال پېدا شي، خو د ګاډو د کاروبار ځیني څېړونکي شک لري چې ایا دغه ګاډي به بېرته خپل پخواني حالت ته ور وګرځي که نه ؟
XS
SM
MD
LG