د لاس رسي وړ اتصالات

هند د اقتصاد د ودې دپاره یو تریلیون ډالره مصرفوي


هند د اقتصاد د ودې دپاره یو تریلیون ډالره مصرفوي
هند د اقتصاد د ودې دپاره یو تریلیون ډالره مصرفوي

هند د چین نه غواړي چې هڅه دي وکړي د دواړو ملکونو ترمنځ تجارتي خنډونه کم کړي ترڅو په نتیجه کې یې د دغو ملکونو ترمنځ متوازنې تجارتي اړیکې پیدا شي. دا په داسي حال کې ده چې د چین صدراعظم وین جاوبا هند ته د یوه درې ورځنیز سفر په ترڅ کې پر تجارتي اړیکو باندي زیات تاکید کاوه.

مخکي له دې چې نن د جمعې په ورځ د چین صدراعظم وین جاوبا هند ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورسوي، هغه او هندي چارواکو هوډ وکړ چې د دواړو آسیايي ملکونو ترمنځ به تر ۲۰۱۵ کاله پوري تجارت دوه چنده کړي یعنی ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته به یې ورسوي.

په عین حال کې مبصرین په دې آند دي چې دغه هدف ته رسیدل ممکنه خبره ده. چین د مخه لا د هند یو غټ تجارتي ملګری دی خو زیات شمیر داسي خبري هم شته چې د آسیا ددغو مخ پر ودې اقتصادي ملکونو ترمنځ په اړیکو کې یې یو لړ ستونزې رامنځ ته کړي.

د چین سره په تجارت کې د هند غټه ستونزه تجارتي کسر دی. تمه کېږي چې سږکال دغه کسر ۲۰ میلیاردو ډالرو ته ورسېږي. د دغه تجارتي کسر لامل دا دی چې چین پر هند باندي دواوي، ټکنالوژۍ او نور د لوړ قیمت توکي خرڅوي خو په بدل کې یې هند پر چین باندي د کښتې بیه شیان خرڅوي او تر زیاته بریده هغه توکي خرڅوي چې نهايي شوي نه وي.

په یوې ګډې بیانیې کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، چین ژمنه وکړه چې د هند اندېښنې به په پام کې ونیسي او په برخه کې به یې په لازمو اقداماتو باندي لاس پوري کړي ترڅو د هند صادرات وده وموندي.

دواړو حکومتونو دا ژمنه هم کړې چې خپل منځي مستقیمو پانګه اچونوته به هم وده ورکړي.

د هند د باندنیو چارو د وزارت ویاند ویشنو پرکاش وايي چې چین کولای شی د هند د اقتصاد په بسټیزې برخې کې پانګه اچونه وکړي.

پرکاش داسي وايي ،،د هند حکومت په پام کې لري چې خپل د زیربنا په برخه کې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د زرو میلیاردو ډالرو یا ۱ تریلیون ډالرو پانګه اچونه وکړي او هند به چینايي کمپنیو ته هرکلی ووايي چې په دې برخه کې غټ رول ولوبوي او د زیربنايي پروژو په برخه کې لکه د میټروګانو، غټو لارو او نورو پروژو په برخه کې پانګه اچونه وکړي،،.

د یادونې وړ ده چې هند او چین پر دې باندي هم هوکړه وکړه چې بانکي سیستم ته به لاس رسي آسانه کړي. همداشان د دواړو ملکونو تجارانو د ۱۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۵۰ موافقنامې هم لاس لیک کړې.

XS
SM
MD
LG