د لاس رسي وړ اتصالات

مایکل فینل: د مشترک المنافع هیوادونو په لوبو کې 71 هیوادونه برخه اخلي.


د کامنویلت یا مشترک المنافع هیوادونو د ورزشي لوبو د فیدراسیون رئیس( مایکل فنیل ) وایي چی د برتانیې د پخوانۍ امپراتورۍ مربوط ټول ٧١ ملکونه به په بشپړه توګه په دې لوبو کی چی د اکتوبر په میاشت کی په هند کي کیږي برخه واخلي.

مګر هغه نن د شنبې په ورځ وویل چی ددغونړیوالو لوبو د پاره لا ډیر کارونه پاته دي چی باید ترسره شي.

ټاکل شوې دا لوبي د اکتوبر په دریمه پیل شي، مګر د هغو د پاره د لوبغالو او داسی نورو ودانیو کموالی، د دینګو په نامه د ناروغۍ د خپریدو، نورو روغتیایي ستونزو او امنیتي مشکلاتو په وجه د نوي ډهلي د کوربه توب په باب اندیښنې را پیدا شوي دي.

د هند صدراعظم من موهن سینګ په دې وروستیو وختو کي ددغو لوبو د چمتووالي د پاره مداخله کړې چی په نتیجه کي به یې یو ډول نظامي عملیات تر سره شي اود پوځ عسکر به د ورزشکارانو د حفاظت او ساتني د پاره د ښار په بیلو بیلو برخو کي واچول سي.

هند ته په ٢٠٠٣ کال کی ددې لوبو د کوربه توب امتیاز ورکړه سو، مګر د هغو د پاره د چمتو والي کار یې لا تر ٢٠٠٨ کال پوری نه وشروع کړی.

XS
SM
MD
LG