د لاس رسي وړ اتصالات

انا هزاري بیا په هند کې د نه خوړلو اعتصاب کوي


انا هزاري بیا په هند کې د نه خوړلو اعتصاب کوي
انا هزاري بیا په هند کې د نه خوړلو اعتصاب کوي

په هند کې ټولنیز فعال انا هزاري پلان لري چې د درو ورځو دپاره یو اعتصاب پیل کړي چې د اداري فساد د هغې لایحې پر ضد احتجاج وکړي چې اوس مهال په پارلمان کې پرې بحثونه روان دي.

ددغې لایحې په ترڅ کې به د ۹ غړو یوه څارونکې اداره جوړه شي او هغه سیاستمداران او ملکي خدمت کونکي به محاکمه کړي چې پرې د اداري فساد تورونه دي. خو هزاري بیا وايي چې دغه لایحه ډیره وسیع او پراخه نه ده. هغه وايي چې دغه لایحه ځکه موثره نه ده چې په کښي د هند د تر ټولو غټه څارونکې اداره نه چې د تحقیاتو مرکزي بیرو یا سي بي آی نومېږي، تحقیق او مرور نه کېږي.

انا هزاري د روان کال د اګست په میاشتې کې هم د ۱۲ ورځو دپاره اعتصاب ورکړ او که چیري پارلمان نوې نوره غېښتلې لایحه پارلمان ته د بحث دپاره وړاندي نکړي نو سباح د سې شنبې په ورځ بیا بیا خپل اعتصاب پیل کړي.

۸۳ کلن دغه هندو ملت پاله د هند د کانګرس په مشري، حکومت تورنوي چې په فساد کې لتاړ دی او وايي چې د هغه هدف دا دی چې په ټول هیواد کې دا پیغام خپور کړي چې نور نو بس دی او خلګ نشي کولای چې نور اداري فساد وځغمي.

په هند کې د سیاسي مقاصدو دپاره د اعتصاب د لارې غوره کول یو رواج دی او د همدغه رواج نه مهاتما ګاندي هم د انګریزانو پر ضد کار اخیستی و.

XS
SM
MD
LG