د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د فساد پر ضد د حکومت او مدنې ټولنې هڅې


په هند کې د فساد پر ضد د حکومت او مدنې ټولنې هڅې
په هند کې د فساد پر ضد د حکومت او مدنې ټولنې هڅې

د هندوستان صدراعظم د فساد پر ضد د هغی لایحې دفاع کړې چې د هندوستان په پارلمان کې ورباندې تاوده بحثونه شویدي.

په عین وخت کی انا هزاري، چی یو هندوستانی فعال دی، د دغه قانون په خلاف د لوږی اعتصاب پیل کړیدی.

په دغې لایحی باندی یو شمیر مخالفو ګوندونو نیوکې کړیدي، خو د کانګریس په مشرۍ د هندوستان حکومت وایي چې د هندوستان په ولسي جرګې یا لوک سبا کی پوره ملاټر لري چی دغه لایحه دې تصویب کړي.

د دغې لایحی پر اساس به د نظارت یوه اداره، چی نوم به یی لوک پال وی -- جوړه شی. دغه اداره به د هغو سیاستمدارانو او دولتی مامورینو نه تحقیق وکړي او تعقیب به یی وکړی چی د فساد تورونه ورباندی لګول شوی وی.

خو ۷۴ کلن هزاری بیا وایی چی دغه لایحه کمزوره ده. هغه تاکید کوی چی د لوک پال اداری ته دی صلاحیت ورکړل سی چی د هندوستان د فدرالی پولیسو یا د تحقیقاتو د مرکزی بیرو نه دی هم پوښتنی ګرویږنی وکړی.

هزاری نن په ممبی کی د لوږی دری ورځنی اعتصاب پیل کړی دی. هغه خبرداری ورکړی چی که په دغه لایحی کی بدلون رانسی نو هغه به د احتجاج لپاره ډهلی ته ولاړ سی.

یو شمیر مخالفو ګوندونو چی پکښی د بهاراتیا جناتیا ګوند هم شامل دی ویلی چی دوی به د لایحی خلاف رایه ورکړی. دوی وایی چی د دغه لایحه په اساس د صدراعظم، قضا او د کښته کچی دولتی مامورینو نه حساب او کتاب نه کیږی.

XS
SM
MD
LG