د لاس رسي وړ اتصالات

انا هزاري د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورساوه


馬蒂斯1910年《舞蹈》中圍成一圈的女子,在霍姆斯荒無人煙的街頭廢墟翩翩起舞。
馬蒂斯1910年《舞蹈》中圍成一圈的女子,在霍姆斯荒無人煙的街頭廢墟翩翩起舞。

تمه وه چې د هند د مومبای په ښار کې د فساد پر ضد د مشهور مبارزه کوونکي انا هزاري د نه خوړلو اعتصاب درې ورځې دوام وکړي خو هغه پرون د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ټاکل شوي وخت نه یوه ورځ وړاندې به خپل اعتصاب پای ته ورسوي.

74 کلن انا هزاري دا ندي ویلي چې د کوم دلیل په خاطر خپل اعتصاب پای ته رسوي خو ډاکټرانو خبرداری ورکړی ؤ چې د هغه روغتیایي حالت ښه ندی او د څو ورځو راپدیخوا یې تبه هم لرله.

د تیر ځل په پرتله دا ځل د هغه د نه خوړلو د اعتصاب سیمې ته هم ډیر کسان نه ؤ ورغلي او څیړونکي وایي د ولس کمرنګه ملاتړ هم د دې سبب کیدی شي چې هغه خپل اعتصاب د ټاکلي وخت نه مخکې پای ته رسولی دی.

د هند ولسي جرګې پرون د چارشنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې یوه نوې اداره جوړه شي او د هغو سیاستمدارانو او جګپوړه چارواکو نه به تحقیقات کوي چې د رشوت خورۍ او فساد تورونه پرې لګیدلي دي.

خو ښاغلی انا هزاري وایي دغه اداره به خپلواکه نه وي او نه به هم دومره قدرت ولري چې د جګپوړه حکومتي چارواکو نه تحقیقات وکړی شي.

" ښاغلی هزاري وایي په راتلونکو انتخاباتو کې به د ټولو هغو سیاستمدارانو پر ضد خلکو ته تبلیغات وکړي چې د هغه په قول غداران دي او د فساد د ورکولو لپاره کلې ژمنې ونکړي. "

تمه وه چې پدې قانون به نن د مشرانو په جرګې کې هم بحث شوی وی خو حکومت دغه بحث یوه ورځ نور هم وځنډاوه. داسې ښکاري چې حکومت دا کار پدې خاطر کړی وي چې د فساد او رشوت خورۍ سره د مبارزې په خاطر نور ملاتړ هم تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG