د لاس رسي وړ اتصالات

د موبایلو د قرارداد وروسته سکرو هند ته په میلیاردو ډالره تاوان رسولی


د هند د څار ملي اداره وايی چې حکومت په میلیاردو ډالره بایللي دي ځکه د کاڼو قراردادونه یې د سیالۍ او داوطلبی پرته شخصي کمپنیو ته ورکړي دي. دا وروستۍ د فساد ضربه ده چې ددغه هیواد حاکم اتیلافي حکومت یې ویني.


په یوه ریپوټ کې چې نن د جمعې په ورځ د هند د سي ای جي د دفتر له خوا خپور شوی راغلي چې د ۲۰۰۴ کال راهیسې هغو کمپنیو چې د سکرو قرادادونه ورته ورکړل شوي وو د ۳۳ میلیارده ډالرو نه زیاتې پیسې ګټلي دي. په ریپوټ کې راغلي چې که چیري قرادادونه په سمه توګه ورکړل شوي وای نو دغه پیسې به د حکومت په خزانه کې وای.


سی ای جي ویلي دي چې د سکرو ۱۴۲ سیمې حکومتي او شخصي کمپنیو ته د یوې داسي پروسې له لارې ورکړل شوي دي ورکړل شوي دي چې شفافیت او بې طرفي په کښي کمه وه.


دا وروستی د فساد ضربه ده چې ددغه هیواد حاکم اتیلافي حکومت یې ویني. په کال ۲۰۱۰ کې څارنوالانو وویل چې هند په دې خاطر چې د موبایل د کمپنیو قراردادونه یې پرته له داوطلبۍ شخصي کمپنیو ته ورکړي وو، ۴۰ میلیارده ډالره تاوان کړی. په دې اداري فساد کې یو پخوانی د کابینې وزیر او څو تنه نور تورن شول.
XS
SM
MD
LG